د اسلامي جمهوريه پاكستان آئين آرټيكل 25 اے له مخې تعليم د هر انسان بنيادي حق دے، تعليم او خواندګي زمونږ د قام د سباؤن بنياد دې،د خواندګۍ په نړيواله ورځ د صدر مملكت آصف علي زرداري پيغام


اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري وئيلي مونږ د قامونو مقدر بدلولو كښې د تعليم او خواندګۍ د اهميت په اعتراف كښې د خواندګۍ نړيواله ورځ لمانځو۔تعليم او خواندګي زمونږ د قام د سباؤن بنياد دې۔سږ كال د خواندګۍ نړيوالي ورځ سرخط ” د ګڼو ژبو تعليم وده: د شريك افهام و تفهيم لپاره خواندګي او د امن وده ” اتحاد ٬ د كلتور احترام او امن وده كښې د خواندګۍ كردار اهميت رامخې ته كوي۔د خواندګۍ نړيوالي ورح په موقع په خپل پيغام كښې صدر مملكت آصف علي زرداري ووئيل د اسلامي جمهوريه پاكستان آئين آرټيكل 25 اے له مخې تعليم د هر انسان بنيادي حق دے او “رياست به د 5 نه تر 16 كالو عمر ټولو ماشومانو له ويړيا او لازمي تعليم وركوي “۔ نن مونږ ټولو وګړو له د هغه د حيثيت څخه ځانله د تعليم وركولو عهد تجديد كوو۔پاكستان د ناخواندګۍ مسئلې ترمخه د قامي تعليمي ايمرجنسي اعلان كړې۔د دې اقدام مقصد اسكول ته نه تلونكي ماشومان په اسكولونو كښې داخلول او 7 كروړه بالغه كسانو له تعليم وركول دي۔ د وزيرِاعظم روشن پاكستان خواندګۍ مهم ترمخه ، د بشري حقونو قامي كمېشن “ايچ وَن، ټيچ وَن” پروګرام پيل كرې،چې پكښې هر خوانده وګړي ته اپيل شوې چې يو نه يو ناخوانده تن له تعليم وركړي۔ خواندګي زياتولو لپاره حكومت د بے نظير تعليمي وظائف د لاري مستحق ماشومانو له تر اعليٰ ثانوي كچي تعليمي وظائف په صورت كښې مالي معاونت كوي۔د ټولو ضلعو هلكانو لپاره 4000 روپۍ او جينكو لپاره 4500 روپۍ درې مياشتنيزې وظيفے وركړې كېږي۔دا مهال 97 لكهه ماشومان دې پروګرام څخه استفاده كوي۔دې نه ځانله كم آمدن لرونكو كورنيو زدكونكو له 102,000 اسكالرشپس وركړې شوي دغسې چې ټول اهل زدكونكي تر انډرګريجويټ تعليم رسنه ترلاسه كړي۔ده ووئيل د خواندګۍ په نړيواله ورځ به مونږ له د تعليم عالمګير حق ودې قامي مقصد لپاره خپل ځان وقف كول وي۔زه باور لرم چې زمونږ په هڅو به امن، شريك افهام و تفهيم او ټولو لپاره يو روښانه سباؤن ضامن جوړ شي۔

متعلقہ مضامین