اسلام آب??د 08 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي تر نن ورځې زمونږ په قائد محمد نواز شريف د يوې پېسې كرپشن ثابت نه شو٬د نېب په ريفرنس پسې ريفرنس راځي خو په دغې كښې به هم هغوي له څه په لاس و?? نه شي٬د نواز شريف د حق او رښتيا لپاره د جنګ نه پس به اوس د ټاكلي وزيراعظم سره هغسې نه كېږي څنګه چې وړاندې د 17 وزيراعظمانو سره شوي دي٬زمونږ لارښود نواز شريف او مسلم ليګ(ن)عمر له د اولس د خذمت سي??ست كړې٬زمونږ مقابله په سي??ست كښې د داسې سړي سره ده څوك چې د پرلت وهلو او ستغو سپورو سي??ست كوي٬نواز شريف هېواد اتومي قوت جوړ كړې٬د موټروېز جال ئې خپور كړې٬په ترهه ګرۍ يې قابو موندلې او د طلب نه زياته برېښنا ئې پېدا كړې٬مريم نواز د خپل پلار سره د حق او رښتيا په جنګ كښې و??اړه ده او د ټول هېواد اولس هم د نواز شريف سره ولاړ دے٬په 11م مارچ به د پینډۍ اولس د مريم نواز تاريخي هركلې كوي۔دې د جمعې په ورځ پېنډۍ كښې د مسلم ليګ(ن)سوشل مېډيا كنونشن ته خطاب كولو۔دوهم وزير ډاكتر طارق فضل چوهدري٬د قامي اسمبلۍ غړي طاهره اورنګزېب٬ملك ابرار احمد٬ مئير سردار نسيم احمد٬اېم پي اے راجه حنيف اېډووكېټ او پخوانو د قامي اسمبلۍ غړو ګډون كولو۔په دې مهال د مسلم ليګ(ن)د بېلو څانګو غړي او زلمي په ګڼ شمېر موجود وو۔دوهمې وزيرې و??ئيل د نن كنونشن د 11م مارچ د سوشل مېډيا د كنونشن د چمتو والي په لړ كښې د اېم اېن اے ملك ابرار او د هغه د ډلې هڅه ده۔په 11م مارچ به پېنډۍ كښې د مريم نواز داسې هركلې كوي چې تاريخ به يې مثال نه لري۔دې و??ئيل په نړۍ كښې د جمهوريت ټهيكه اخستونكي عمران خان د سېنېټ په ټاكنو كښې خپل كانديد له ووټ هم ورنه كړو او هغه وائي چې شهباز شريف يو روغتون هم نه دې جوړ كړی٬ دې و??ئېل مونږ وائيو چې يوازې په پېنډۍ كښې د زړونو روغتون ٬ ګائني روغتون او ځينې نور بشپړېدونكې دي۔دې و??ئيل شهباز شريف د بهادر آب??د٬جړانواله٬لاهور او فېصل آب??د پشمول هره ضلع كښې جديد روغتونونه جوړ كړي خو عمران خان دې د پښتونخوا دننه يو روغتون وښائي چې هغه جوړ كړی وي
تر نن ورځې زمونږ په قائد محمد نواز شريف د يوې پېسې كرپشن ثابت نشو٬د نېب په ريفرنس پسې ريفرنس راځي خو په دغې كښې به هم هغوي له څه په لاس ور نشي
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ آن لائن دستیاب