اسلام آباد 22 اپرېل (اے پي پي)د غريبۍ خ??مولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري وئېلي دي په پاكستان ك??ې په تېرو څو مياشتو كښې ډېر څه شوي چې په نتيجه كښې يې نوې آئيني او جمهوري حكومت جوړ شوے ٬د دې ټولو زيات تر كرېډېټ د پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بهټو زرداري ته ترلاسه دے٬هغه د وړومبۍ ورځې څخه وئېل په آئيني ډول به حكومت كور ته لېږلے شي كوم چې د وګړو ژوند مشكل كړے ٬په اسلام آباد كښې يو خبري كنفرنس ته دې ووئيل داسې حكومت كوم چې د اولس نمائنده نه وي او نه د اولس دړد لري٬هغوي د حكمرانۍ هېڅ حق نه لري٬هم دغه وجه ده چې په آئيني ډول زمونږ سره آپشن واضح ؤ او د خوشحالۍ خ??ره ده چې هغه نورو سياسي ګوندونو هم ښه آپشن وګڼلو او جمهوريت يې ښه انتقام ګرځولو سره دغه حكومت كور ته ولېږلو او نوې حكومت جوړ شو۔دې ووئيل ?? نوې حكومت مقصد دا دے چې د اولس مسئلې حل كړي او كه دغه مسئلې حل هم نه شي خو هغې لپاره لاره جوړه كړې شي٬دې ووئېل د كابينې په غونډه كښې چې كوم بريفنګ وركړے شوے د هغې څخه په ډاګه شوې چې تېر حكومت هېڅ وژن نه لرلو۔دې ووئيل تېر حكومت معيشت تباه كړے٬بېنظيرانكم سپورټ پر??ګر??م د شهيدې بېنظيربهټو په نامه تړلے پر??ګر??م دے٬په 2008 كښې دا پر??ګر??م پېل شوے او په 2010 كښې د دې په اړه باقاعده قانون سازي شوې۔وفاقي وزيرې ووئيل زياتې هڅې شوي چې د دې پر??ګر??م نامه بدله كړي خو دغه هڅې ناكامه شوي او نن هم دا پر??ګر??م شته۔ دې ووئېل وزيراعظم شهباز شريف وئېلي دي بېنظيركارډ به لا ښه كولې شي٬د دې كپيسټي به زياتولې شي٬په هېواد كښې د تېر نااهل حكومت په وجه په تېرو دريو كلونو كښې غربت زيات شوے۔شاظيه مري ووئيل مونږ هڅې كوو چې په غريبۍ قابو اوموو ??و اولس له رېليف وركړو۔
په هېواد كښې د تېرو دريو كلونو په مهال غريبي زياته شوې۔د غريبۍ ختمولو او سماجي تحفظ وفاقي وزيره شازيه مري
مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک