اسلام آباد۔13مئی(اے پی پی)وزیراعظم شهباز شریف په بلوچستان كښې د زرعي ټيوب ويلو شمسي توان ته د منتقل كولو عمل تندۍ سره د بشپړ كولو عزم پخلي كولو سره وئيلي چې وفاقی حکومت به په دې لړ كښې هره ممكنه مرسته كوي۔ وزیراعظم د سوئيلي بلوچستان پېكج په مهمو منصوبو د كار رفتار ګړندي كولو هم هدايت وكړو۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ څخه د جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې د بلوچستان صوبې چارو په اړه مهمه غونډه وشوه۔ غونډ كښې د بلوچستان وزيراعلی سرفراز احمد بګټي په مشرۍ كښې د بلوچستان پلاوي ګډون وكړو۔ په پلاوي كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزير ظهور احمد بلیدی ، د خزانې وزير شعېب نوشیروانی ،صوبائي پارليماني سېكتر حاجی برکت رند ، د صوبائي اسمبلۍ غړي میر رحمت صالح بلوچ ، حاجی محمد خان ، زمرک خان اچکزئی او چیف سېکتر شکیل قادر شامل وو۔ په غونډه كښې د بلوچستان صوبې په انتظامي چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې ګډون كوؤنكو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل بلوچستان پاکستان لپاره زياته مهمه صوبه ده۔ ده ووئيل هيله لرم چې د بلوچستان د وزيراعلی په مشرۍ كښې به نوې صوبائي كابينه د صوبې مسئلې حل كولو او دا د پرمختګ په لاره روانولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل د بلوچستان د اولس خېر ښېګړه زمونږ اولنۍ ترجيح ده٬ وفاقی حکومت به د بلوچستان پرمختګ او سوكالۍ لپاره صوبائي حكومت سره په ګډه كار كوي۔ وزيراعظم په بلوچستان كښې د زرعي ټيوب وېلو شمسي توان ته د منتقل كولو عمل ګړندي كولو له د خپل عزم پخلي كولو سره ووئيل په دې لړ كښې به وفاقي حكومت هره ممكنه مرسته كوي۔ ده هدايت وكړو چې د زرعي ټيوب وېلو شمسي توان ته تر منتقل كېدو دې بلوچستان كښې دبرېښنا لوډ شېډنګ كم كړے شي دغسې چې فصلونه او باغونه اغېزمن نه شي۔ وزیراعظم د سوئيلي بلوچستان پېكج په مهمو منصوبو د كار رفتار ګړندي كولو هدايت هم وكړو۔ وزیراعظم ووئيل د صوبې ځوانانو ته د زده كړو او ملازمت يو ډول موقعې وركولې شي دغسې چې د بلوچستان اولس د هېواد په پرمختګ كښې خپل كردار ترسره كړي۔ په غونډه كښې د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير اورنګزیب ، د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ، د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان او اړوندو اعلی سركاري افسرانو هم ګډون وكړو
د وزيراعظم په مشرۍ كښې د بلوچستان صوبې چارو په اړه مهمه غونډه ٬ د زرعي ټيوب ويلو شمسي توان ته د اړولو په لړ كښې به وفاقي حكومت هره ممكنه مرسته كوي٬ شهباز شريف
مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena