اسلام آباد 26 جنوري (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين وئيلي دي د پاكستان په معيشت تل پاتې ودې پلو روان دے، په راتلونكو ورځو كښې د تنخادارو ، مډل او لوئر مډل كلاس امدن زياتولو لپاره اقدامات كوو ، وزيراعظم عمران خان د قانون حكمرانې لپاره هڅې كوي، سټېټ بېنك د شرح نمو اندازه 4 فيصده لګولې خو زما اندازه ده چې دا به د 5 فيصد نه زياته وي. د شورو په ورځ په پاك چائنا سنټر كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل په كال 2018م كښې د 19 اربه ډالرو د كرنټ اكاٶنټ خساره او د بهرنې ادائيګې بحران، په كال 2019م كښې د كورونا وائرس نړيوالې وبا ، د وبا په مهال په رسد كښې د خلل له امله په نړيواله كچه لوړې بيعې او د افغانستان څخه د امريكائي ځواكونو وتلو نه پس هلته دراپېدا شوې صورتحال او د دغې په نتيجه كښې د پاكستان په معيشت د فشار پشمول څلور لوي بحرانونه رامخې ته شوې وو د كومو چې د پاكستان تحريك انصاف حكومت په ښه ډول مقابله كړې. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان د دوست هېوادونو مرسته ترلاسه كړې ، حكومت سره آئي اېم اېف ته د تللو نه علاوه كومه بله چاره نه وه، آئي اېم اېف پاكستان ته يو سخت پروګرام وركړے خو حكومت د احساس او د سماجي تحفظ د نورو پروګرامونو د لارې په معاشي توګه د ټولنې كمزورو طبقو ته ريليف وركړو. ده ووئيل په ټولو څانګو كښې مراعات وركړے شوي. د خزانې وزير ووئيل د وزيراعظم عمران خان د سمارټ لاك ډاٶن پرېكړه په نړيواله كچه ستائيلې كېږي. د برتانيې وزيراعظم بورس جانسن هم وئيلي دي په برتانيه كښې به اوس مكمل نه بلكې سمارټ لاك ډاٶن لګولې شي. ده ووئيل اكنانومسټ منلې ده چې پاكستان په غوره ډول د كووېډ 19 مخ نيوے كړے. د خزانې وزير ووئيل د وزيراعظم د پالېسو او اقداماتو په نتيجه كښې په مالي كال 2021م كښې د پاكستان معيشت د پرمختګ شرح 5.37 فيصد ته رسېدلې. ده ووئيل په نړيواله منډۍ كښې په دې وخت كښې د ضرورت د څيزونو بېعه د 20 كلونو په لوړه كچه ده . ده ووئيل زمونږ برآمدات د مياشتنې په كچه 3 اربه ډالرو ته رسېدلي كوم چې وړاندې دوه اربه ډالره د مياشتي وو. په ترسيلات زر كښې تېر كال 26.9 فيصد اضافه شوې او د روان مالي كال په مهال 9.7 فيصد شرح نمو ريكارډ كړې شوې. ده ووئيل د انفارمېشن ټېكنالوجې په برآمدات كښې پرله پسې اضافه كېږي. ده ووئيل د نجي څانګې لخوا د قرضونو په ترلاسه كولو كښې ځانګړې او تاريخي اضافه شوې ، 100 لويو كمپنو د 900 اربه روپو منافع ګټلې . ده ووئيل په محصولات كښې د 33 فيصد نه زياته اضافه شوې. ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په خپله د قانون حكمرانې لپاره هڅې كوي، هغه سترې محكمې صادق او امين ګرځولے. د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل حكومت درجه په درجه افراط زر كمول غواړي. ده ووئيل تجارتي خساره به هم كمه شي. پاكستان د چين څخه د برآمدي ټېكنالوجې په بنياد صنعتونه ترلاسه كول غواړي
د پاكستان معيشت تل پاتې ودې پلو روانه دے، په راتلونكو ورځو كښې د تنخادارې طبقې، مډل او لوئر مډل كلاس امدن زياتولو لپاره اقدامات كوو ، وزيراعظم عمران خان د قانون حكمرانې لپاره هڅې كوي. د خزانې او محصولات وفاقي وزير شوكت ترين خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : غالب افریقہ