اسلام آباد۔8 مئی(اے پی پی) د ازبکستان خارجه وزير بختيار سيدوف په دوه ورځنۍ دوره پاكستان ته راورسېد۔ د شورؤ په ورځ خارجه دفتر ته د راتللو په مهال دوهم وزير اعظم او خارجه وزير اسحاق ډار قدرمند مېلما ته هركلے ووے۔ د خارجه دفتر له مخې د ازبكستان خارجه وزير به پاكستان كښې د پاتې كېدو په مهال وزيراعظم شهباز شريف سره ملاقات كوي۔ د ازبك خارجه وزير او دوهم وزير اعظم ٬ خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار ترمينځه به په باضابطه توګه مذاكرات كيږي په كومو كښې به چې دوه اړخيزه اقتصادي او تجارتي اړيكو ته وده وركولو ته خصوصي پام ګرځولے شي۔
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن