اسلام آباد۔28نومبر(اے پی پی) د تعليم نګران وفاقي وزير مدد علي سندھي وئيلي دي زده كړې د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي۔ ده دا خبره د نهې په ورځ په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې د زده كړو په سرخط د كنفرنس پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل ډيجيټل بدلون د زده كړې تګلارې بدلې كړې دي٬ د زده كړو لپاره اوس وخت او ځايې ركاوټونه هېڅ مسئله نه ده پاتې شوې۔ ده تدريس او زده كړو لپاره د ټېكنالوجي په كارولو زور راوړو۔ ده ووئيل زمونږ تر ټولو وړومبۍ ترجيح بايد زده كړې وي۔ د دې نړيوال كنفرنس انتظام د نړيوال اسلامي پوهنتون د تعليم څانګې اقراﺀ پوهنتون او انټرنېشنل سنټر آلف اېكسيلېنس په ګډه كړے دے۔ په كنفرنس كښې د قامي او نړيوالو سكالرانو لخوا 50 مقالې وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل ځوانان د قام د تقدير بدلولو صلاحيت لري۔ ده زياته كړه چې پاكستان تېر كال د اروپا تر ټولو زيات سكالرشپس ترلاسه كړي۔ ده وړاندېز وركړو چې د نړۍ مقابله كولو له به د درس او تدريس نوؤ تګلارو څخه ځان خبرول وي۔ ډاكټر ثمينه په لوړو زده كړو كښې بدلون رامخې ته كولو كښې د اېچ اي سي د كردار هم ستائنه وكړه۔ دې هيله ولرله چې دا كنفرنس به د تدريس نوؤ طريقو او عصري ټېكنالوجۍ لپاره د تګلارې او پالېسۍ وضعه كولو په لړ كښې سفارشات وړاندې كړي۔ كنفرنس ته د اقراﺀ پوهنتون صدر ډاکټر ناصر اکرام، د اسلامي پوهنتون نائب صدر اکېډمکس پروفېسر ډاکټر عبدالرحمن او د پوهنتون د زده كړو څانګې ډين ډاكټر سرور هم خطاب وكړو
زده كړې د كوم هم هېواد په پرمختګ كښې بنيادي كردار ترسره كوي٬ د تعليم وفاقي وزير مدد علي سندھي په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې د زده كړو په سرخط د كنفرنس پرانستې دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ