نوے ډيلے 25 مئي (اے پي پي) د هند يو عدالت په غېر قانوني توګه نظر بند كړي د جمو و كشمير لېبرېشن فرنټ چيئرمېن محمد ياسين ملك ته د دروغو په يوه مقدمه كښې د عمر قېد سزا اورولې ده. د كشمير مېډيا سروس له مخې ياسين ملك د شورو په ورځ په سخت امنيت كښې په عدالت كښې وړاندې كړے شو. د هند د بدنام زمانه تحقيقاتي ادارې اېن آئي اے خاص عدالت جج پرېون سنګھ د مئي په 19مه نېټه ياسين ملك درې لسيزې وړاندې د دروغو په مقدمه كښې مجرم ګرځولے ؤ او د سزا ټاكنې لپاره سماعت نن د شورو په ورځ مقرر ؤ. د هند سپريم كورټ د وړاندې نه پرېكړه كړې چې د عمر قېد مطلب دا دے چې قېدي به تاحيات په زندان كښې ساتلے شي. د كل جماعتي حريت كانفرنس وياند په سرينګر كښې په يو بيان كښې وئيلي دي هند په خپلو كېنګرو عدالتونو استعمالولو كشميري مشران نه شي مجبورولې چې دوي د خپلو جائزو هڅو نه لاس په سر شي. ده نړيوالې ټولنې او په خاص توګه ملګرو ملتونو ته ووئيل چې هغوي د كشميري سياسي نظربند مشران د هند ظلمونو نه ساتلو لپاره د هغوي په خوشې كولو كښې كردار ترسره كړي.
د هند عدالت ياسين ملك ته د دروغو په مقدمه كښې د عمر قېد سزا واوروله
مضمون کا ماخذ : اولمپس کے خدا