وزیرِاعظم د پشكال په مهال ټولو ادارو ته د چمتو پاتې كيدو سپارښتنه وكړه ،خېبر پښتونخوا كښې په جولائي كښې هزاره، مالاکنډ، مردان، پېښور ، کوهاټ، بنوں او ډیره اسماعیل خان كښې د بارانونو امكان دے۔د كوم هم بيړني صورتحال مخنيوي لپاره د اعلیٰ پائې کمېټي جوړه شوه


اسلام آباد 02 جولائی (اے پي پي) وزیرِاعظم د پشكال په مهال ټولو ادارو ته د چمتو پاتې كيدو سپارښتنه كولو سره د كوم هم بيړني صورتحال مخنيوي لپاره د اعلیٰ پائې کمېټي جوړه كړه ۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې دا سپارښتنه وزیراعظم د نهې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د پشكال پیشنګوئی او په دې اړه د رامخې ته كيدونكې كوم هم هنګامی صورتحال مخنيوي لپاره د جاج اغستو غونډه كښې وشوه ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيران احد خان چیمه، عطا الله تارړ، رانا تنویر حسین، د این ډی اېم اے چیئرمین لیفټیننټ جنرل انعام حیدر ملك او اړوندو چارواكو ګډون كولو ۔دغسې ېپه غونډه كښې د څلورو واړو صوبو چیف سیکرټریز د وډیو لنك د لارې ګډون كولو۔په غونډه كښې وزیراعظم د پشكال له امله رامخې ته كيدونكې متوقع سیلابي صورتحال پخپله د نګرانۍ پريكړه وكړه۔ دغسې وزیرِاعظم د پشكال په مهال اړوندو ادارو ته د چمتو پاتې كيدو سپارښتنه وكره ۔ وزیرِاعظم د پشكال په اړه د كوم هم هنګامي صورتحال مخنيوي له د اعلیٰ كچ کمېټی جوړه كړ ه۔ وزیراعظم سپارښته وكړه چې این ډي ایم اے دې ټولو صوبائی حکومتونو او اړوندو ادارو سره د پشكال په اړه معاونت وكړي، هنګامی صورتحال كښې په متوقع توګه د ځپليو سيمو وګړو له دې د پشكال په اړه وړاندې څخه اطلاعات وركول باوري كړے شي۔ وزیراعظم ووئيل كروندګرو او د دريابونو په خوا كښې مېشته وګړو له دې د ورځې په بنيادونو میډیا او نورو ذريعو څخه وړاندې څخه اطلاعات وركړے شي۔ وزیراعظم سپارښتنه وكړه چې د پشكال په اړه وړاندې څخه اطلاعات دې د قامی نشریات برخه وګرځولې شي او کروندګر دې باقاعدګۍ سره د موسم صورتحال څخه خبر وساتلے شي۔ ده ووئېل په كوم هم هنګامي صورتحال كښې دې د كروندګرو بشپړ معاونت وكړے شي۔په غونډه كښې د این ډی ایم اے د اړخه د پشكال موسم تر اوسه د پیشګوئی او متوقع خطر سره مخ كيدونكو سيمو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د جولائی په وړومبۍ او دويمه اوونۍ كښې څلورو واړو صوبو كښې د پشكال بارانونه متوقع دي۔ سږ كال د پشكال بارانونو سلسله پاکستان كښې د سوئيلي ختيز څخه پيل كيدو سره شمال پلو مخ په وړاندې به ځي۔ د جولائي په وړومبۍ اوونۍ كښې د پوټھوهار او پنجاب ختيزه برخه كښې بارانونه متوقع دي۔ د جولائی په دويمه اوونۍ كښې پينډۍ ، سرګودھا، ګجرانواله، لاهور او فیصل آباد كښې دغسې بهاولپور، ملتان، ساهیوال او ډیره غازی خان ډویژن كښې ځاے په ځاے د بارانونو امكان دے۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د اګست په وړومبو دوه اوونيو كښې ستلج، چناب او راوی كښې سیلابی صورتحال متوقع دے۔ سندھ كښې د جولائی په دومه او څلورمه اوونۍ كښې کراچۍ، میر پور خاص، نواب شاه، سکھر او حیدرآباد كښې د بارانونو امكان دے۔تھر پارکر، بدین ټھټھه او عمرکوټ كښې د اګست په دريمه اوونۍ كښې هم د پشكال بارانونو امكان دے۔ دغس ېخېبر پښتونخوا كښې په جولائي كښې هزاره، مالاکنډ، مردان، پېښور ، کوهاټ، بنوں او ډیره اسماعیل خان كښې د بارانونو امكان دے۔ خېبر پښتونخوا كښې د پشكال بارانونو سلسله تر اګست دريمې اوونۍ د متحركه پاتې كيدو امکان دے۔ بلوچستان كښې د جولائی په دويمه ، څلورمه او د اګست وړومبو دوو اوونو كښې ساحلی او د سندھ بلوچستان سرحدی سيمو كښې د باران امکان دے۔ګلګت بلتستان كښې په جولائي كښې وخت په وخت بارانونه دغسې د اګست په وړومبو درېو اوونيو كښې د زياتو بارانونو امكان دے چې پكښې سکردو، هنزه، چلاس او غذر كښې د بارانونو امکان دے۔ آزاد کمشیر كښې د جولائي په وړومبو درېو اوونيو كښې د بارانونو او لینډ سلائیدنګ خطر دے۔غونډه ستلج او د چناب په غاړو د آبادو خلقو په كوم هم هنګامي صورتحال كښې ریسکیو او ریلیف تیارو څخه خبر كړې شوه۔ بریفنګ كښې ووئيل شول د پشكال په اړه تیارۍ سږ كال د جنوری دغسې هنګامی صورتحال مخنيوي لپاره مشقونه مارچ راهسې روان دي۔ ریسکیو ادارو، پی ډی ایم ایز، د پاك پوځ ډلې او این ډی ایم اے پرله پسې ځپلي سيمو كښې هائی الرټ كړې شوي۔د پشكال الرټ او موسم صورتحال سره سره وړاندې څخه اطلاعات لپاره این ډی ایم اے يو موبائل ایپ معارفي كړے كوم چې وګړي كاروي۔ دغسې پشكال كښې د كوم هم هنګامی صورتحال مخنيوي لپاره قامی مون سون کنټنجینسی پلان مرتب کولو سره اړوندو ادارو او صوبائی حکومتونو ته لېږلې شوے