اسلام آباد۔21نومبر (اے پی پی)د اطلاعات، خپرونو او پارلماني چارو نګران وفاقي وزير مرتضي سولنګي د پاکستان وړومبۍ ستورمزلې نمېره سليم ته د هغې په كامياب خلائي سفر مبارکي وركولو سره وئيلي دي په نمېره سليم پاکستانے اولس وياړ لري٬ دا نه يواځې زمونږ د ځوانانو، مشرانو بلکې مېرمنو لپاره هم د لارې مشال ده ٬ د دې مور پلار د وياړ وړ دي كوم چې د خپلو لوڼو ډاډګيرنه كوي۔ د نهې په ورځ د پاكستان وړومبۍ خلاﺀ بازې نمېره سليم سره په ګډه خبري كنفرنس ته خطاب كښې نګران وفاقي وزير ووئيل ما لپاره دا خبره د وياړ وړ ده چې مونږ د نېمره سليم د دې مشن ملاتړ وكړو۔ ده ووئيل نمېره سليم په خلاﺀ کښې د پاکستان بيرغ هسك کولو سره د پاکستان استازېتوب وکړو، چې د پاکستان د خلقو لپاره د وياړ خبره ده۔ ده ووئيل نميره سليم زمونږ انجونو لپاره يوه روښانه مشال دے۔ ده ووئيل د دې مور او پلار د وياړ وړ دي كوم چې د خپلو لونړو ډاډګيرنه كوي او زه هيله لرم چې هر مور او پلار به هم دغسې كوي۔ نګران وفاقي وزير د ورجن ګلېکټک هم مننه وكړه چا چې د نمېره سليم خلائي سفر ممكن جوړ كړو۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې نمېره سليم د اطلاعات او خپرونو وزارت مننه كولو سره ووئيل د ماشومتوب څخه دا زما يو ارمان ؤ چې زه د خلاﺀ مزل وكړم۔ دې ووئيل زما هېواد زما ملاتړ وكړو۔ دې ووئيل خلاﺀ ته د مزل په مهال د پاكستان بېرغ ما سره ؤ ۔ دې ووئيل د اسپېس ټېکنالوجۍ د لارې مونږ په ډيزاسټرز هم قابو موندلے شوو۔ دې ووئيل په متحده عرب امارات كښې کلائمېټ سمټ كېدونكے دے دغلته به په اسپېس ټېكنالوجي هم بحث وكړے شي۔ دې ووئيل مونږ له به اسپېس ايجوكېشن ته وده وركول وي٬ په دې لړ كښې فلمونه هم جوړېدے شي۔ دې ووئيل زما پېغام دے چې په نړۍ كښې بايد امن وي۔ دې د خپل مور او پلار مننه وكړه د كومو په مرسته چې دې خلائي مزل وكړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې نمېرہ سلیم اولنۍ پاكستانۍ خلاﺀ بازه ده كومې چې په كال 2006ء كښې په دوه لكه ډالره د خلاﺀ تګ لپاره ټكټ واخست۔ هغه د ټكټ اخستونكو 800 صارفينو كښې تر ټولو وړومبۍ مېرمن وه۔ د اطلاعات او خپرونو وزارت په كال 2006ء كښې د ”پاکستان د وړومبۍ خلاﺀ بازې په توګه نمېرہ سلیم نړۍ او اولس ته وړاندې كړه۔ ورجن ګلېکټک په اوولس كاله كښې ټول پړاؤنه ترسره كړل اود عمل وړ اسپېس شپ تجربه يۍ وكړه۔ نمېرہ سلیم د پاکستان او ګلېکټک اولنۍ خلاﺀ بازه ده كومه چې په نیو میکسیکو امریکا كښې اسپېس پورټ څخه په 6 اکتوبر 2023ء د ورجن ګلېکټک د ګلېکټک 4 مشن د لارې په خلائي مزل تللې وه۔ دې ته پرواز څخه وړاندې تر څلور ورځو په اسپېس پورټ امريكا كښې تربيه وركړې شوې وه ۔ دې د خلائي مزل په مهال خلاﺀ څخه د زمكې نظاره كړې ۔ هغه تر درېو دقيقو په زيرو ګرېوېټي كښې پاتې شوه او ځان سره ئې قامي بېرغ هم وړلو۔ نمېرہ سلیم په 16 نومبر پاكستان ته راغلې او صدر پاكستان ته يۍ په خلاﺀ كښې هسك كړے بېرغ وړاندې كړے۔
د پاكستان اولنۍ خلاﺀ بازه نمېره سليم د اولس وياړ ده٬ د نګران وفاقي وزير مرتضی سولنګي د پاكستان اولنۍ خلاﺀ بازې نمېره سليم سره خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : فائر جوکر