اسلام آباد۔4فروری(اے پی پی) د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان وئيلي دي چې كشميري اولس به آزادي ترلاسه كړي٬ كشمير كښې د آر اېس اېس ياغيان په پوځي يونيفارم كښې ظلم زياتې كوي٬ په كشمير كښې د مېرمنو بې حرمتي د جنګي هتھيار په توګه كارولې شي٬ د آبادۍ تناسب بدلولو هڅې روانې دي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د كشمير يووالې ورځې په موقعه د مقبوضه كشمير په روانه وضعه د بحث كولو په تحريك خپله خبره راغونډولو سره علي محمد خان ووئيل كشميري اولس ته باور وركوم چې هغوي به آزادي ترلاسه كړي ٬ د كشميري اولس د آزادۍ تحريك يو اوږد تاريخ لري كوم چې د كال 1929ء نه روان دې۔ هغه ووئيل په 5 اګست 2019ء هند دفعه 370 او 37 اے د آئين نه ووېستله۔ هغه ووئيل د كشمير مسئله د نيمې اوچې نيمګړې ايجنډا ده۔ هغه ووئيل په لويه كچه د عامې وژنې پېښې رامخې ته كېږي٬ دا د انسانيت او بشري حقونو معامله ده۔ هغه غوښتنه وكړه چې كشميري اولس ته دې د رايو شمېرې د لارې د خپلواكۍ حق وركړې شي۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان د كشمير مسئله په نړيواله كچه پورته كړی او د او آئي سي په راروانه غونډه كښې به هم دا معامله پورته كولې شي۔
كشميرې اولس به آزادي ترلاسه كړي٬ كشمير كښې د آر اېس اېس ياغيان په پوځي يونيفارم كښې ظلم زياتې كوي٬ د پارليماني چارو وزير مملكت علي محمد خان
مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش