اسلام آباد۔14فروری(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي مېرمنې په معاشي توګه خپلواكه جوړول زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ اسلام په وراثت كښې مېرمنو ته حقونه وركړې دي٬ د مېرمنو د زده كړو په لړ كښې احساس پروګرام زيات فعاله كردار ترسره كوي ، مېرمنې د آئي ټي د لارې په كور كښې پاتې كېدو سره روزګار كوي۔ صدر مملکت د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د صنفي مساواتو په سرخط دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د دستورې اهتمام آكسفيم پاكستان كړې وو په كومه كښې چې د قومی اوصوبائی اسمبليو غړو ٬ د غېر سركاري تنظيمونو نمائندګانو ٬ سفارتكارو ٬ د آكسفيم عهدېدارانو او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ ډاكټر عارف علوي د مېرمنو په نمائندګانو زور راوړو چې هغوي دې د صنفي مساواتو او مېرمنو په معاشي توګه مضبوط جوړولو له د مېرمنو لارښودنه وكړي۔ هغه ووئيل انفارمېشن ټېكنالوجي مېرمن په كور كښې پاتې كېدو سره په خپلو پښو ودرولې ده هغه روزګار كوي۔ صدر مملکت ووئيل د زده كړو نه غېر كومه مېرمن ترقي كولې نه شي ، بېنكونه مېرمنو ته كاروبار لپاره تر 10 لكه روپو د سود نه پاكه قرضه وركوي ٬ په هېواد كښې مېرمنو ته په بنيادي كچه او په اسمبليو كښې نمائندګي ترلاسه ده۔ هغه ووئيل هند كښې اقليتونه د مذهب په نامه په نښه كولې شي٬ اسلام د مساواتو درس وركوي ، اسلام د چا د استحصال كولو اجازه نه وركوي۔ د آسټرېلیا ناظم الامور برائس ډیوډ هېچېسن، د سندھ اسمبلی غړې رعنا عنصر او نورو مقررينو هم دستورې ته خطاب وكړو۔د آسټرېلیا ناظم الامور ووئيل صدر مملكت ډاکټر عارف علوی او وزیر اعظم عمران خان په پاکستان كښې مېرمنې خپلواكه كولو له په زړه پورې ډول كار كوي٬ آسټرېلوی حکومت په پاكستان كښې د مېرمنو سماجي پرمختګ لپاره صنفي مساوات ضروري ګرځولو سره ووئيل د معاشي پرمختګ د لارې مېرمنې خپلواكه جوړېدې شي۔ په دې موقعه د مېرمنو په اړه دستاوېزي فلم هم وښودلې شو۔ دستورې ته د آکسفیم انټرنېشنل اېګزېکټو ډائرېکټر ګیبرائیلا بوچرد وډيو لنك د لارې خطاب وكړو او ګډون كوؤنكي ئې پاكستان كښې د آكسفيم هلو ځلو څخه خبر كړل
مېرمنې په معاشي توګه خپلواكه جوړول زمونږ د ټولو ذمه واري ده٬ احساس پروګرام د مېرمنو د زده كړو په لړ كښې زيات فعاله كردار ترسره كوي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : ٹربو چارج