اسلام آباد02 جون (اے پي پي) د منصوبه بندې، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د پخواني وزيراعظم عمران خان د پاكستان سلامتيا، اټومي پروګرام او د فوځ په ضد د بيان غندنه كولو سره وئيلي دي عمران خان د قام نفسياتي سوچ ته د ماتې وركولو په تګلاره عمل كوي، د پي ټي آئي سنجيده خلق دې سوچ وكړي، شخصيت پرستي د هېواد نه لويه نه شي كېدې، عمران خان د نان كسټم پېډ ګاډي غوندې مفرور دے، ده ووئېل كه هغه كوم غلط كار كړې وي نو د قانون منګولو ته به راځي او كه كوم غېر قانوني كار ئې نه وي كړې، نو بيا د يرې ضرورت نشته. د زيارت په ورځ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال ده ووئيل د كال 23-2022 په بجټ كښې د سركاري څانګې د پرمختيائي پروګرام ﴿پي اېس ډي پي﴾ حجم تر 700 اربه روپې اېښودو امكان دے، دې سره به په هېواد كښې د پرمختګ موقعې زياتې شي، د پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ د لارې به د نورو 200 اربه روپو جمع كولو هڅې كولې شي او دې سره به په پرمختيائي پروژو كښې تندي راشي. وفاقي وزير ووئيل عمران خان انتشار پېدا كوي، كله چې هغه په حكومت كښې ؤ نو ده په قام كښې انشتار زياتوو او معيشت ئې په قرض كښې ښكېل كړے ؤ او د اقتدار ختمېدو نه پس هغه پرله پسې د پاكستاني قام د تقسيم په هڅو كښې بوخت دے. ده ووئيل ټولو پاكستانيانو او د پي ټي آئي كاركنانو ته خواست كوم چې هغوي د عمران نيازي د بيان غندنه وكړي، عمران نيازي ته نه د مذهب پته شته او نه د اولس د احساسات نه خبر دے. ده ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه پاكستان كمزورې كوونكي رد كول وي. عمران نيازي د دې هېواد معيشت تباه كړے، مونږ ته په دې وخت كښې د قامي يووالي او اتحاد ضرورت دے.
عمران خان د قام نفسياتې سوچ ته د ماتې وركولو په تګلاره عمل كوي. د وفاقي وزير احسن اقبال خبري كانفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : منی ٹرین 2