اسلام آباد۔14جنوری(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي چې د پاکستان سول سرونټس د هېواد سباؤن دي ٬ د چيلنجونو مخنيوي له بايد دوئي چمتو شي٬ د سياسي مشرتابه په شمول د ټولو ادارو دا ذمه واري ده چې هغوي پبلك سرونټس بې بنسټه تورونو او د جواز نه لرونكو مقدمو ويرو څخه بهر كړي دغسې چې دوئي بې خطرې كار وكړې شي٬ كه د 75 كاله راهېسې ټولې ادارې په ګډه په سم لوري روانې پاتې شوې وې نو نن به مونږ خپل فرض ترسره كړې وو او د قائد اعظم د جلا هېواد وژن به مو عملي كړې وو۔ ده د خالي په ورځ په لاهور كښې د پاكستان اېډمنسترېټو سروسز پروبېشنري آفيسرز پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب كولو۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر بلیغ الرحمان هم موجود وو۔ وزيراعظم په دې موقع پاس آؤټ افسرانو ته سندونه هم وركړل۔ وزيراعظم ووئيل چې د ټول پاكستان ځلانده ستورو كوم چې په خپلو لاسونو كښې د پاكستان د پرمختګ او سوكالۍ كيلي لري ته نن په تعليمي او سماجي خذمات ترسره كولو اعزازي سندونه وركړې شول۔ ټول ملت دوئي ته د قدر په سترګه ګوري٬ دوئي چې په كوم ډول په هره يوه څانګه كښې خذمات ترسره كړي دي د ستائنې وړ دي۔ دوئي چې په سوئيلي پنجاب او د پاكستان په نورو سيمو كښې سېلاب ځپليو لپاره كومې هڅې كړي دي هغه به تر اوږدې مودې يادې ساتلې شي۔ وزيراعظم وويل ستاسو مور او پلار هم د مبارکۍ مستحق دي كومو چې ستاسو تعليم او تربيې له سخته خواري كړې ده۔ ده ووئيل د اكېډمۍ ډائرېكټر ماسره دې نه وړاندې كار كړې دې ٬ دې ما يو صلاحيت لرونكے آفسر ليدلے دے۔ ده ته چې كومه ذمه واري سپارلې شوې ده په غوره ډول يۍ ترسره كړې ده۔ ده ووئيل د اكېډمۍ نورې انتظاميې ته هم مباركي وركوم۔ وزيراعظم ووئيل ماته داسې آفيسرز معلوم دي كومو چې پاكستان لپاره ډېرې تندۍ سره كار كړې خو دوئي كښې ځينې هغه دي په كومو چې بې بنياده تورونه ولګولې شؤ او ستونزو سره مخ كړې شول۔ ده ووئيل هم دا سبب دے چې آفيسرز ته كوم ټاسك سپارلے شي نو هغوي د دې په ترسره كولو كښې څو څو وارې سوچ كوي چې هسې نه مونږ سره هغه څه وشي كوم چې زمونږ نه وړاندې كسانو سره شوې دي او دا په كار كولو كښې يو لويے خنډ دے كوم سره چې زمونږ سول سرونټس مخ دي او دوئي د خپلو ذمه وارو په صحيح ډول ترسره كولو څخه عاجزه دي۔ ده ووئيل دا د پارليمان ٬ سياسي مشرتابه او د عدليې په شمول د ټولو ادارو ذمه واري ده چې پبلك سرونټس دې يرې څخه بهر كړي۔ وزيراعظم ووئيل صحبت پور بلوچستان د سېلاب د لاسه زياته ځپلې شوې سيمه ده ٬ دغلته نن هم اوبه ولاړې دي ٬ دغلته مو د يو سكول جوړولو ټاسك وركړو كوم چې ځايې انتظاميې په دوه مياشتو كښې د هدف لمخې جوړ كړو۔ دا كاركردګي دا خبره په ډاګه كوي چې كه دوئي ته سازګار چاپېريال وركړے شي نو دوئي خذمات ترسره كولې شي۔ ده پاس آؤټ كېدونكو ته خپل خطاب كښې ووئيل تاسو زمونږ د ملت سباؤن يۍ٬ تاسو سېلاب ځپليو ته د مرستې لاس وركړې۔ د متحده عرب امارات دورې په اړه وزيراعظم ووئيل د دورې په مهال د دغې هېواد مشرتابه پاكستان ته په پیښو چېلنجونو قابو موندلو له د دوه اربه ډالره قرض موخر كولو او د يو ارب نورو ډالرو وركولو اعلان وكړو۔ ده ووئيل هغوي مې د آئي اېم اېف له شرطونو څخه هم خبر كړل۔ وزيراعظم ووئيل د يو اے اي مشرتابه د تجارت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې د اربونو ډالرو لګولو عزم هم وكړو۔ ده ووئيل په يو لاس كښې اېټم بم او په بل لاس كښې كشكول دا مونږ لپاره د شرم وړ خبره ده۔ مونږ په 75 كاله كښې خپل وسائل برباد كړل۔ د احتجاج ٬ بې ثباتۍ او شور غوبل د لاسه مو هېواد ته زيان ورسولو۔ پاكستان د لويو قربانيو په نتيجه كښې ترلاسه شوې دې۔ په 16 دسمبر بنګله دېش مونږ نه جلا شو ٬ نن هغه هم زمونږ نه وړاندې دې۔ ده ووئيل نن په عملي مېدان كښې د عملي كار ضرورت دے۔ ده هيله ښكاره كړه چې سول سرونټس به په صحيح توګه د هېواد خذمت وكړي۔ ده ووئيل تاسو دوئي زمونږ ځلېدونكي ستوري دي ٬ هيله ده چې د دوئي د خذمت په نتيجه كښې به هېوا پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل د مينار پاكستان د سېوري لاندې ګرد برصغير څخه د راغونډ شوې مسلمانانو په ذهن كښې د يو داسې مملكت تصور وو كوم چې په نړۍ كښې مثالي وي خو نن مونږ كوم ځايې كښې ولاړ يؤ۔ ده ووئيل زمونږ د پوځ سرلښكر د سعودي عربستان په دوره دې ٬ دغلته هغه ته زيات احترام ترلاسه شوې دې۔ ده ووئيل سعودی عربستان د لس اربه ډالرو د سرمايه كارۍ كولو پرېكړه كړې د كومې چې مونږ مننه كوؤ۔ وزیراعظم ووئيل كه مونږ بېدار شؤ او دا پرېكړه وكړؤ چې مونږ له د قائد او اقبال پاكستان جوړول دي نو مونږ اوس هم وخت لرؤ ٬ ستونزې به ستونزې پاتې نه شي او پاكستان به د خپل منزل په لوري روان شي۔
سول سرونټس د هېواد سباؤن دي٬ دوئي دې د چېنلجونو مخنيوي له چمتو شي٬ د وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان اېډمنسټرېټو سروسز پروبېشنری آفیسرز پاسنګ آؤټ دستورې ته خطاب
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپلی کیشنز کے فوائد