لاهور 27 فروري (اے پي پي)د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د هېواد پرمختګ لپاره انجينئرنګ څانګه ډېره مهمه ده۔د انجينئرنګ زده كوونكو فرض دي چې هغوي پاكستان ايكسپورټ زياتولو كښې خپل كردار ادا كړي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ يونيورسټي آف انجينئرنګ اينډ ټېكنالوجي نارووال كيمپس كښې د وېنا كولو په مهال كړی۔وفاقي وزير ووئيل يونيورسټي آف انجينئرنګ اينډ ټېكنالوجي نارووال جوړول زما خوب ؤ كوم چې تعبير وموندلو٬د تعليم وده د مسلم ليګ(ن)وړومبۍ ترجيح ده۔ده ووئيل زما تعلق كومې شتمندې كورنۍ سره نه دے بلكې د يوې تعليمي كورنۍ سره دے او ما هر څه د تعليم په بنياد ترلاسه كړي٬ ده وووئېل د اولس مننه كوم چا هغوي يو انجينئر قام اسمبلۍ ته رسولے ۔ده ووئيل د ټول پنجاب څخه زده كوونكي د دې يونيورسټۍ څخه تعليم ترلاسه كوي كومه چې زمونږ لپاره د وياړ خبره ده۔ده ووئيل په نارووال كښې د دې پروژې په بشپړېدو كښې د وزيراعظم محمد شهباز شريف مننه كوم٬د هغه ذاتي خوښۍ څخه دا بشپړه شوې او نن يونيورسټي آف انجينئرنګ د نړۍ په لويو پوهنتونونو كښې شامل دے
د هېواد پرمختګ لپاره انجينئرنګ څانګه ډېره مهمه ده۔احسن اقبال
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی