اسلام آباد 04 مئي (اے پي پي) د خزاني وفاقی وزیر سېنېټر محمد اسحاق ډار وئيلي دي چې جاپان پاکستان لوي پرمختيائي شراکت دار دي،د دواړه هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا ښه اړيكي وخت سره سره لا قوي كېږي۔د دې خيالاتو څركندونه ده د جاپان سفیر مټسوهیرو واډا سره په خپلو خبرو كښې وكړه چا چې د زيارت په ورځ دلته فنانس ډویژن كښې ده سره ملاقات كړې ؤ ۔ وائس چیئرمین ټویوټا کمپنی، د وزیر اعظم د فنانس خاص مرستيال طارق باجوه، د خزاني سیکرټری او سینئر افسران هم په دې مهال موجود وو۔د خزاني وزير اسحاق ډار سفیر د موجوده حکومت معاشی چیلنجز او ترجیحات څخه خبر كړو۔ده سفیر معیشت د پرمختګ او استحکام پلو روانولو له د حکومت د اړخه نافذ کړې شوي معاشی پالیسیو او اصلاحات په اړه هم خبر كړو۔د خزاني وزیر د پاکستان او جاپان ترمينځه د ښه اړيكو په اړه د خپلو خیالاتو څرګندونه وكړه او پاکستان كښې د جاپان سرمایه کاری ئې وستائله۔ده ووئيل چې جاپان پاکستان لوي پرمختيائي شراکت دار دي،د دواړه هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا ښه اړيكي وخت سره سره لا قوي كېږي۔ د خزاني وزیر پاکستان كښې د سرمایه کارۍ ممکنه موقعو رڼا اچولو سره پاکستان كښې د جاپانی کمپنیو سرمایه کارۍ منصوبو هركلے وكړو۔د جاپان سفیر مسټر واډا مټسوهیرو د حکومت د اړخه عملی پالیسۍ او اقدامات ستائلو سره ووئيل جاپان پاکستان سره خپلي اړيكي مهمي ګڼي۔ده د موجوده حکومت په معاشی پالیسیو د باور څرګندونه وكړه۔د خزاني وزیر د سفیر مننه وكړه او د دواړه هېوادونو ترمينځه تجارت، سرمایه کارۍ او اقتصادی اړيكو لا ښه كولو له ئې د بشپړه مرستي باور وركړو۔
پاکستان او جاپان ترمينځه د ملګرتيا ښه اړيكي وخت سره سره لا قوي كېږي ۔ د خزاني وفاقی وزیر اسحاق ډار
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ جیتنے کے طریقے