شر م الشېخ 08 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي د موسمياتي بدلون پېټے د برابرۍ په بنياد نه په سپېځلې توګه وېشل پكار دے ٬ دا د موسمياتي انصاف معامله ده٬ د موسمياتي بدلون اثرات تر ټولو زيات په كمزورې طبقه پرېوځي، پاکست??ن كښې د اوسني سېلاب څخه 33 مېليونه خلق متاثره شوي، 4410 مېليونه اېكړه ز??عي زمكې ته زيان رسېدلے٬ نزدې 40 لكه كوچنيان د صحت خدمات ته رسنه نه لر??٬ كه د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره اقدامات ونه كړے شول نو تر كال 2050 به 216 مېليونه كسان بې كوره شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ناروے وزيراعظم جوناس ګهرسټور سره د موسمياتي بدلون او د كمزورو طبقو د استحكام په موضوع د كنفرنس مشتركه مشرۍ په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ټول په دې خبره متفق يو چې موسمياتي بدلون د دې لسيزې مهم بحران دے او مونږ د دې په ضد د خپل اجتماعي جنګ په تاريخي لمحه كښې يو۔ مونږ سره په خاص توګه ھغه هېوادونو او طبقې كومې چې خطرو سره ډېر مخ دي او كومه بله زمكه نه لر??۔ ده ووئيل اوس دا يو مسلمه سائنسي حقيقت دے چې موسمياتي بدلون او ګلوبل وارمنګ زمونږ د منصوبه بندۍ نه زيات په تېزۍ سره روان دے، دا هم يو مسلمه حقيقت دے چې پرمختګ كوٶنكې يا كم پرمختللي هېوادونه او ټولنې چې په فرنټ لائن دي مرستې ته اړتيا لر?? ٬ يو شمېر هېوادونه په خاص توګه افريقائي هېوادونه كوم چې تباهۍ كونكې وچ كالۍ سره مخ دي، د كمزورو قامونو په ګروپ كښې راځي، ده ووئېل زمونږ غوندې د كم اخراج هېوادونه هم د ژوند او معاش پحقله بدلېدونكو خطرو سره مخ دي زما خپل هېواد دا ډول صورتحال سره مخ دے، ده ووئېل په پاکست??ن كښې تباهي كونكې سېلاب په تندۍ سره زمونږ ذهنونه دې خبرې پلو ګرځولي چې د دغسې موسمياتي بدلون اثرات تر ټولو زيات په كمزورې طبقه پرېوځي لكه څنګه چې مونږ ټول پوهه يو چې موسمياتي بدلون او شخړې د مېرمنو او كوچنيانو سره سره بې وسه كسان هم متاثره كوي٬ ده ووئېل سېلاب ځپلو 33 مليونه كسانو كښې د نيمې د زياته آبادي د مېرمنو او كوچنيانو ده چې پكښې 6 نيم لكه امېدوارې مېرمنې په ډاګه په ژوند كولو مجبوره دي٬ زمونږ د كروندګرو او څاروو ساتونكو د سترګو په وړاندې د هغوي معاش تباه شوے او په 4410 مېليونه اېكړه ز??عي زمكې ته زيان رسېدلے دے، ده ووئېل په سندھ كښې د پومبې ټول فصل تباه شوے٬ نزدې 40 لكه كوچنيان د صحت سهولتونو ته رسنه نه لر??۔ ده ووئيل زياتره موسمياتي آفتونه په خاص توګه د سېلاب نه پس د صحت غوندې مسئلې سر پورته كوي چې پكښې بدني او ذهني صحت دواړه شامل دي٬ د ځپلو سيمو دورې په مهال په كېمپونو كښې ستونزو سره مخ كسان مې ليدلي دي او يوه اوونۍ وړاندې 82 لكه كسانو د صحت خدمات ته په سمدستي توګه اړتيا لر??ه۔ وزيراعظم ووئيل انسانيت د موسمياتي بدلون يو نوي دور ته داخل شوے ، پاکست??ن كښې چې څه كېږي ھغه به يقيناً چې پاکست??ن كښې نه پاتې كېږي او د دې ثبوت نائجيريا او په سوئيلي سوډ??ن كښې د موسمياتي بدلون اوسنو اثراتو نه برېښي۔ د تېرو دوو لسيزو په مهال په سوئيلي اسياء كښې 750 ميليونه كسان د موسمياتي بدلون تباهۍ ځپلي٬ تر كال 2030 د موسمياتي بدلون له امله پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې سل مېليونه كسان غربت سره مخ كېدې شي٬ ده ووئېل مونږ په شلو اوونيو كښې د 26 لكه نه زياتو كسانو ته 300 مليونه ډالر منتقل كولو سره د هغوي بنيادي ضروروتونه ترسره كولو لپاره اقدامات كړي۔ ده ووئيل پاکستان د دې خبرې نه ښه خبر دے چې پسمانده، معذور، غريب او په سماجي توګه د کمزورو كسانو په ژوند د موسمياتي بدلون ژور اثرات مرتب كېږي او مونږ د نړۍ تر ټولو موثره د سماجي تحفط پروګرامونو كښئ يوه بنيادي ډهانچه د بي آئي اېس پي په نامه لر?? كومه چې د ځپلې آبادۍ ضرورتونه ترسره كولو لپاره په سمدستي توګه كارولې شوې او په دې پروګرام كښې مختلف عطيه وركوٶنكي مرسته كوي٬ ده ووئېل دا ډول د سماجي تحفظ پروګرام نور هېوادونه هم د كمزورو طبقو سماجي تحفظ لپاره خپلولې شي۔ ده ووئيل كوپ-27 پرمختګ كوٶنكو هېوادونو كښې د صلاحيت اضافې٬ د اوږدې مودې کلائميټ فنانسنګ آسانولو لپاره د موافقت فنډ وركولو موقع ده٬ دا يو لوي كار دے٬ مونږ عزم لر??نكي يو٬ خو په يواځې تن دا كار نشي كېدې٬ دا كنفرنس د انسانيت پحقله په يوه مهمه موقع كېږي٬ ده ووئېل مونږ له د موسمياتي بدلون د اثراتو مسائل په سمدستي توګه د حل كولو ضرورت دے، د موسمياتي بدلون بوجھ د برابرۍ په بنياد نه په سپېځلې توګه وېشل پكار دے٬ دا د موسمياتي انصاف خبره ده٬ ده ووئېل مونږ له پكار دي چې مونږ دا موقع د نړۍ د ټولو نه زياتو كمزورو قامونو سباٶن خوندي كولو له پكار راولو
د موسمياتي بدلون پېټے د برابرۍ په بنياد نه په سپېځلې توګه وېشل پكار دے، كه د موسمياتي بدلون مخنيوي لپاره اقدامات ونه كړے شول نو تر كال 2050 به 216 مېليونه كسان بې كوره شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف ګول مېز کنفرنس ته وېنا
Coral Blackjack Online Game
مضمون کا ماخذ : پاور بال جیتنے کے طریقے