اسلام آباد۔28دسمبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف د بجلۍ د وېشونكو كم??نيو د كاركردګۍ جاج اغستلو سره د اړوندې غونډې مشري كولو په مهال ووئيل د سمارټ میټرز د لګولو كار دے زر تر زره بشپړ كړے شي دغسې چې د بلنګ په نظام كښې س??ېځ??تيا راوستلے شي٬ اوور بلنګ به په هېڅ صورت قبولولې نه شي ٬ په اووربلنګ كښې د ككړو چارواكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي۔ د وزیراعظم آفس پرېس ونګ لخوا د خالي په ورځ د جاري شوې اعلاميې له مخې وزيراعظم شهباز شريف هدايت كړے دے چې د بجلۍ غلا مخنيوي له دې كوټلي اق??امات وكړې شي٬ وزيراعظم د بجلۍ د وېشونكو كم??نيانو د چیف اېګزېکټو افسرانو تعينات كولو عمل كښې په سستۍ او تاخير هم اندېښنه ښكاره كړه۔ وزيراعظم ووئيل چې د س??ېځ??ي عمل د لارې دې دا مسئله زر تر زره حل كړې شي?? ده ووئيل د بجلۍ وېشونكو كم??نيو كښې د افرادي قوت بھرتي دې په مېرټ وكړې شي او دې كښی به كومه كوتاهي زغملې نه شي۔ وزیراعظم زياته كړه چې د نېپرا ټارګت ترلاسه كولو له دې ټول وسائل وكارولې شي۔ په غونډه كښې د لاهور الېکټرک سپلائی کمپنی (لېسکو)، پشاور الېکټرک سپلائی کمپنی (پېسکو) او فېصل آباد الېکټرک سپلائی کمپنی (فېسکو) د چارو جاج واغستے شو۔ د اعلاميې له مخې غونډه ته د لېسکو، پېسکو او فېسکو د كاركردګۍ تفصيلي بريفنګ په مهال ووئيلې شوو چې په مالي كال 25۔2024 تر نومبر مياشتې د لېسكو ریکوری 96.82 فیصد، د پېسکو رېکوری 87.98 فیصد او د فېسکو 97.57 فیصده پاتې شوه۔ د مالي كال 25۔2024 تر نومبر مياشتې د ټرانسمشن او ډسټری بیوشن لاسز حوالې سره د لېسکو 13.04 فیصد، پېسکو 33 فیصد او فیسکو 6.01 فیصد دے۔ په بريفنګ كښې دا هم ووئيل شوو چې لېسکو به 223365 تھری فېز سمارټ میټرز لګوي په كومو كښې چې 49470 لګېدلي دي٬ پېسکو به 152559 لګوي په كومو كښې چې 51173 لګېدلي دي او دغسې فېسکو به 192311 سمارټ میټرز لګوي په كومو كښې چې 11276 لګېدلې دي۔ غونډې ته ووئيلې شوو چې د مالي كال تر نومبر مياشتې لېسكو د 99.2 فیصد، پېسکو د 99.9 فیصد او فېسکو د 99.7 فیصد شكايتونو ازاله كړې ده۔ په غونډه كښې د اق??صادي چارو وفاقي وزير احد خان چیمه،د پاور ډويژن وفاقي وزير سردار اویس احمد خان لغاری، د آئي ټي وزیره شزا فاطمه، د خزانې وزير علی پرویز مل??، د وزیراعظم کوآرډینیټر رانا احسان افضل او اړوند اعلی حكومتي چارواكي موجود وو۔
اووربلنګ به په هيڅ صورت قبولولې نه شي ٬ د ككړو چارواكو په ضد به سخته كارروائي كولې شي: وزیراعظم شهباز شریف
Live casino reputable betting website
مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن