اسلام آباد۔1مئی(اے پی پی) صد??مملکت آصف علی زرداری د خواركښو د نړيوالې ورځې په موقعه د پاكستان سم??جي او اقتصادي پرمختګ لپاره زياته خواري كوؤنكو خواري كښو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو سره وئيلي دي چې د خواري كښې طبقې حالات ښه كولو له به مناسب اجرت ٬ خوندي چاپيريال ٬ د روغتيا آسانيو او د ماشونو د زده كړو لپاره اقدامات كول وي۔ د شورؤ په ورځ د ايوان صد?? پرېس ونګ ل??وا د جاري شوي بيان ??ه مخې صد?? مملکت په خپل پېغام كښې ووئيل دا ننۍ ورځ د هېواد سم??جي او اقتصادي پرمختګ لپاره زياته خواري كوؤنكو خواري كښو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له لمانځلې شي۔ سږ كال د خواري كښو د نړيوالې ورځې په موضوع د موسمياتي بدلونونو په مهال د كار په ځايې كښې سلامتيا او د روغتيا آسانۍ باوري كول دي٬ د خواري كښو د وقار په ځايې ساتلو عزم تكرار كوؤ او ددوئي تاريخي هلو ځلو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل دا ورځ د خواري كښو د حقونو٬ د دوئي د سم??جي تحفظ ٬ منصفانه اجرت او د كار خوندي چاپېريال له مونږ ته هڅې كول يادوي۔ صد?? مملكت ووئيل په پاكستان ??ښې مزدور ګڼ شمېر چېلنجونو سره مخ دے ٬ د دوئي حالات ښه كولو له به مناسب اجرت ٬ خوندي چاپيريال ٬ د روغتيا آسانيو او د ماشونو د زده كړو لپاره اقدامات كول وي۔ ده هيله ښكاره كړه چې وفاقي او صوبائي حكومتونه به د مزدورانو د حقونو تحفظ له خپل كردار ترسره كړي۔ ده ووئيل په پاكستان ??ښې دې خواري كښې او مزدور طبقې له داسې په زړه پورې چاپېريلر رامخې ته كړې شي په كوم كښې چې د دوئي قدر او عزت وكړے شي۔ ده زياته كړه چې آجر دې منصفانه اجرت ٬ د مزدورانو سلامتيا او ددوئي روغتيا له اقدامات وكړي۔
د خواري كښې طبقې حالات ښه كولو له به مناسب اجرت ٬ خوندي چاپيريال ٬ د روغتيا آسانيو او د ماشونو د زده كړو لپاره اقدامات كول وي٬ د صدر مملكت آصف علي زرداري د مزدورانو نړيوالې ورځې په موقعه پيغام
Spirit Miracle Entertainment official link
مضمون کا ماخذ : لافانی رومانس