اورومچي 20 اکتوبر (اے پي پي)نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د پا??ستان او چين د ملګرتيا ګټه وره رشته په باور او شريك احترام اډانه ده٬سنكيانګ يواځې تجارتي او مواصلاتي راهداري نه بلكې دوه لويې قومونه د تړلو سبب هم ګرځي٬په چين كښې پا??ستاني زده كوونكي دې پا??ستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره كردار ادا كړي۔د جمعې په ورځ د سنكيانګ پوهنتون استاذانو او زده كوونكو ته خطاب كولو په مهال لنډ مهاله وزيراعظم ووئيل پا??ستان چين سره لازواله تزويراتي شراكتدارۍ ته لا پراختيا وركولو له عزم پخلے كوي٬ سنكيانګ يواځې تجارتي او مواصلاتي راهداري نه بلكې دوه لويې قامونه د تړلو سبب هم ګرځي۔ده ووئيل د ګاونډي توب سره سره شريك كلتور له امله سنكيانګ د پا??ستانيانو په زړونو كښې خاص اهميت لري٬خنجراب بارډر پا??ستان او چين يو بل سره منسلك كوي٬ د پا??ستان او چين د ملګرتيا ګټه وره رشته په باور او د شريك احترام په بن??اد اډانه ده۔ده ووئيل سي پېك نوې دور ته داخل شوے ٬سي پیك بي آر آئي له مخې يو جامع پروژه ده٬د دواړو هېوادونو اولسو??و ترمينځه به رابطو څخه سيمه ايز امن ته وده ترلاسه شي٬سي پیك كښې ګوادر ته مركزي حېثيت ترلاسه دے ٬ د سي پیك څخه به صنعتي پرمختګ٬روزګار٬معدنيات او آئي ټي ته وده ترلاسه شي۔ده ووئيل خنجراب او سوست بارډر تجارت لپاره د لا آسانيو وړ كولو لپاره عزم لرو ۔د دې نه پس په سنكيانګ پوهنتون كښې زده كوونكو سره په ملاقات كښې وزيراعظم ووئيل هڅه ده چې د زيات نه زيات پا??ستاني زده كونكي سنكيانګ كښې تعليم ترلاسه كړي٬د سېلګرۍ ودې لپاره به دوه اړخيزه اقدامات كولې شي٬چين ډېر ښائسته هېواد او د ښو خلقو ټولنه ده٬ ده ووئېل ځوانان د كوم هم ټولنې پرمختګ مهم جز وي ٬د پرمختګ لپاره به د ژوند مقصد متعين كول وي٬ د چين زده كوونكي دې په پا??ستان كښې د سېلګرۍ ودې لپاره كردار ادا كړي٬شريكه شراكتداري د وخت تېرېدو سره سره لا قوي كېږي۔
د پاكستان او چين د ملګرتيا ګټه وره رشته په باور او شريك احترام اډانه ده٬سنكيانګ يواځې تجارتي او مواصلاتي راهداري نه بلكې د دوو لويو قامونو د تړلو سبب هم ګرځي۔ د وزيراعظم انوار الحق كاكړ خطاب
Fund Emoji Entertainment Platform Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب