اسلام آباد 29 مئي (اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د الوتكې پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو له زر تر زره د معاوضې وركو??و امر كړے دے۔ د جمعې په ورځ د ا??وا?? صدر لخوا د جاري شوي بيان له مخې صدر ډاكټر عارف علوي سره د پي آئي اے چيف ايګزيکټو آفسر ايئر مارشل ارشد محمود ملك ليدلي او په دې م??قع ئې صدر ته د كراچۍ الوتكې پېښې نه پس د ريلف په اقداماتو او د ځپليو د مرستې كولو سره پلټنو كښې د پېشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ ده صدر ته ووئيل تر اوسه 44 مړي خپلو وارثانو ته سپارلې شوي۔ صدر په دې م??قع ووئيل دا يوه لويه پېښه ده چې ټول قام پرې غمژن دے۔ صدر ووئيل د الوتكې په پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره په غم كښې برابر شريك يو۔ ده ووئيل پېښه كښې د حق رسېدليو كورنيو سره به د غمرازۍ څرګندونې لپاره رابطه كوم۔ صدر په دې م??قع د پي آئي اے لخوا د الوتكې د پېښې نه پس د ريليف د اقداماتو او هلو ځلو ستائنه هم وكړه۔
د صدر ډاكټر عارف علوي د پي آئي اے چيف اېګزېكټو افسر سره ملاقات كښې سپارښتنه
مضمون کا ماخذ : بفیلو بلٹز