اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)د وزيراعظم د غربت د تحفيف او سماجي تحفظ خاص مرستيالې سېنېټر ډاكټر ثانيه نشتر سره د چين سفير نونګ رونګ د نهې په ورځ ملاقات كړے۔د ملاقات مقصد د غربت كمولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمينځه همكاري زياتول وو۔د پاكستان سماجي تحفظ ډويژن او د چين تجارت وزارت ترمينځه به د غربت كمولو لپاره په مفاهمتي يادښت لاس ليك كولې شي٬د مفاهمتي يادښت د وفاقي كابينې د 27م اكتوبر كال 2021 په غونډه كښې منظوري وركړی شوې وه۔ د دواړو هېوادونو ترمينځه به په دې ډېر زر لاس ليك وشي۔په ملاقات كښې د مفاهمتي يادښت په عملدرآمد هم خبرې وشوې۔په دې موقع ډاكټر ثانيه نشتر په خپلو خبرو كښې ووئيل د غربت خاتمه د حكومت په ترجيحات كښې شامل ده او په دې لړ كښې به د پاكستان حكومت د چين حكومت د كاميابو پالېسو او تجربو څخه استفاده كوي ۔په دې موقع د نورو چينائي افسرانو سره سره د پاكستان حكومت د سماجي تحفظ ډويژن سېكرټري او د خارجه وزارت څخه د سي پېك ډائرېكټر هم موجود ؤ
د وزيراعظم د غربت د تحفيف خاص مرستيالې ډاكټر ثانيه نشتر سره د چين سفير نونګ رونګ وليدل
مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا