اسلام آباد۔14اکتوبر(اے پی پی) نګران داخله وزير سرفراز احمد بګټي د بلوچستان په تربت ښار كښې د 6 مزدورانو وژل كېدو دړدېدلې او د افسوس وړ پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كړی ده۔ د خالي په ورځ په خپل يو بيان كښې ده غمجنيو كورنيو سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل ترهګرو كوم پنجابي يا بلوچي نه بلكې پاكستانې وګړي شهيدان كړي دي۔ ده ووئيل د شهيدانو لوړو درجو له لاس په دعا يوو۔ ده ووئيل رياست مظلومو سره ولاړ دے او ناحقه وينه بهوونكي به كله هم معاف كولې نه شي۔ ده ووئيل رياست به د ترهګرو په ضد بشپړه قوت سره كارروائي كوي۔ نګران داخله وزير ووئيل دا د افسوس وړ پېښه د بلوچ رواياتو په ضد ده ولې چې بلوچ اولس د خپلو مېلمنو عزت او قدر كوي۔
مضمون کا ماخذ : loteria estadual