صدر آصف علي زرداري سره پاکستان كښې د اردن سفیر ډاکټر معین خراست ملاقات


اسلام آباد 05 جون (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د پاك-اردن اړيكو لا مستحکمولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي پاکستان او اردن خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري۔د ایوان صدر پرېس ونګ له مخې صدر مملکت د دې خيالاتو څركندونه پاکستان كښې د اردن سفیر ډاکټر معین خراست سره په خپلو خبرو كښې كړې چا چې د شورو په ورځ ده سره په ایوان صدر كښې ملاقات کولو ۔د اردن سفیر صدر مملکت له په 11 جون اردن كښې د غزہ په اړه په انسانی مرسته كيدونكې کنفرنس كښې د ګډون كولو بلنه وركړه۔دغسې صدر مملکت سفیر له په اردن كښې كيدونكې کنفرنس كښې د پاکستان د اړخه د ګډون كولو باور وركړو۔د اردن سفیر په دې موقع ووئيل اردن فلسطین كښې د بشري مرستې وركولو لپاره اخوت فاؤنډېشن سره په مفاهمتی یادښت لاس ليك كړے۔صدر مملکت په فلسطین كښې د مرستې ورسولو كښې د اردن هڅې وستائلې۔ دغسې سفیر صدر آصف علي زرداري له د شاہ اردن د اړخه په صدر ټاكلې كيدو د مبارکۍ پیغام هم ور