نیویارک۔17جنوری(اے پی پی)پاکستان په پاك افغان پوله د زياتېدونكې عسكريت خوښۍ په اړه اندېښنه څرګندولو سره خبردارې ورکړې چې د افغانستان اقتصادي وضعیت تر ښه کېدو به د عسكريت خوښو ډلو داعش او آئي اېس آئي اېل په بريدونو كښې د وژل كېدونكو طالبانو شمېر زياتېدې شي۔ په ملګرو ملتونو کښې د پاکستان دایمي استازې منير اکرم له امریکايي مجلې نیوزویک سره په مرکه کښې په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)٬ بلوچستان لېبریشن آرمی(پي اېل اے) او د داعش خراسان څانګې آئي اېس آئي اېس كے يا آئي اېس آئي اېل ذكر وكړو كومو چې پاكستاني اهلكار او وګړي په نخښه كړي دي۔ ده ووئيل په ځينو وختونو كښې دا ډلې په ګډه د پاكستان د ګټو په ضد كار كوي٬ مونږ له به په دوئي قابو موندل وي او مونږ په داخلي توګه لكه د تېر وخت د دوئي د مقابلې كولو عزم لرؤ۔ ده خبردارې وركړو چې د طالبانو په مشرۍ كښې افغان حکومت په دې خبره د پوهولو په هڅه كښې چې د دې ډلو مقابله كول د دوئي په فوري ګټه كښې دي ٬ نوې ننګونې راپورته شوې۔ پاكستاني استازي ووئيل پاكستان په پاك افغان پوله په زياتېدونكې عسكريت خوښۍ اندېښنه لري۔ ده ووئيل په افغانستان كښې دا مهال وضعيت څه دا ډول دې چې افغان حكومت د داعش خراسان مقابله كوي ٬ مونږ له به افغان حكومت په نورو ترهګر تحريكونو هم قابو موندلو له قائل كول وي۔ مونږ د روان وضعيت څخه ښه خبر يؤ خو مونږ له به د دې په ضد يوه فعاله تګلاره وضعه كول وي۔ ده ووئيل مونږ له به د ټی ټی پی او بی اېل اے په شمول د نورو ډلو لكه ایسټ ترکستان اسلامک موومنټ (ای ټی آئی ایم) او اسلامک موومنټ آف ازبکستان (آئی اېم یو) هم مقابله كول وي خو د افغانستان لخوا دا ډول هڅې تر هغه وخت ګټورې ثابتېدې نه شي تركومې چې د افغانستان معاشي صورتحال ښه شوې نه وي۔ پاكستاني استازي په ډاګه كړه چې بهر څخه د ترلاسه كېدونكې مرستې له امله داعش لا مضبوطېږي۔ ده ووئيل كه د افغانستان صورتحال ښه نه شو او طالبانو مالي وسائل ونه لرل نو دوئي كښې ځينې د عسكريت خوښو داعش او آئي اېس آئي اېل نخښه جوړېدې شي كوم به چې يو ستونزمن صورتحال رامخې ته كړي۔
پاكستان په پاك افغان پوله زياتېدونكې عسكريت خوښۍ اندېښنه لري٬ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دايمي استازي نيوز ويك سره مركه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ ڈاؤن لوڈ کریں