اسلام آباد 24 اګست (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د پېچلي رېسكيو اپرېشن كاميابۍ لپاره په زړه پورې تګلاره وضعه كوؤنكو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ په غلط فهمۍ كښې دې څوك نه پاتې كېږي هېواد په محفوظ لاسونو كښې دې٬ د طاقت په زور په نورو د خپلو خبرو منلو خواهش لرونكي دې خپلې غلط فهمۍ لري كړي ٬ داسې به څه نه كېږي٬ د لنډمهاله حكومت ذمه واري په ټولټانكو كښې د الېكشن كمېشن معاونت كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د بټګرام چيئرلفټ په ريسکيو اپرېشن كښې د برخې اخستونكو په درناوي كښې دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل دا د خوشحالۍ موقع ده چې د چيئرلفټ پېښې زده كوٶنكو ته لوي څښتن نوې ژوند وركړے دے۔ ده ووئيل د دې پېښې د رامخې ته كېدو نه پس ټول قام پرېشانۍ٬ وېرې او اندېښنو سره مخ ٶ ځكه چې دا د دغه زده كوونكو د ژوند معامله وه٬ دا ځوانان زمونږ سباٶن دي او دا د پاكستان روښانه څېرې دي٬ مونږ په كوټلي ډول هڅې كولو سره خپل سباون بچ كړې، دا كوچنيان زما د بچو غوندې دي٬ په دې حالت كښې په لېدو راته زيات خفګان رسېدلے وو۔ وزيراعظم ووئيل ګردې نړۍ دا كتل چې پاكستان به د دې سخت وخت څنګه وځي۔ ده ووئيل د سخت موسم او صورتحال باوجود بشپړه منصوبه بندۍ او كوټلې لائحې سره اپرېشن كاميابۍ سره ترسره شو٬ د زده كوٶنكو مرستې لپاره د راغلې عسكرو په ليدو مې هيله پېدا شوې وه٬ دا كاميابي زمونږ د ټولو اجتماعي كرېډټ دے٬ ټول قام د دې كوچنيانو ژوند لپاره دعاګانې كړې دي ٬ لوي څښتن زمونږ اجتماعي دعاګانې قبولې كړې، مونږ دا باور لرو چې پرېكړې په اسمانونو كېږي٬ ده ووئيل سختې پېښې زمونږ په ژوند كښې راځي٬ تېره ورځ په وزيرستان كښې د پاك پوځ ځوانان شهيدان شوي٬ د پاك پوځ٬ پوليس٬ سياست وال٬ خبريالان او سول سوسائيټي شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كوي، مونږ به خپل شهيدان نه هېروٶ٬ دا شهيدان مونږ ته د وينې د رشتې نه زيات نزدې دي٬ زمونږ دوي سره قوي سماجي لوظنامه ده٬ پاكستانيت پراخه لفظ دے۔ وزيراعظم ووئيل وګړو ته د روغتيا ٬ زده كړو آسانۍ وركول او دوئي ته روزګار او د عزت د ژوند موقعې وركول د رياست ذمه واري ده٬ څوك چې دا ګڼي چې د طاقت په زور به دا هر څه بدل كړي٬ دوي له خپله غلط فهمي لرې كول پكار دي٬ داسې به هېڅ كله ونه شي۔ وزيراعظم ووئيل دا زمونږ كور دے٬ د كور نظام اختيار مند او صلاحيت لرونكو كسانو سره دے٬ د اتيا زره شهيدانو پوره كورنۍ دي د دوي دړد په لفظونو كښې نشي بيانېدې٬ يوازې ھغوي ئې محسوسولې شي په چا چې دا خپله تېر شوي۔ ده ووئيل مونږ هېواد لپاره د قربانيو وركوٶنكو عزت او احترام كوٶ ٬ د دوي د خدماتو اعتراف كوٶ٬ په قرآن پاك كښې د شهيدانو عظيمه مرتبه بيان شوې ده٬ مونږ د خپلو شهيدانو قرض داري يو۔ ده ووئيل لنډمهاله حكومت سره وخت محدود دے٬ په ټولټاكنو كښې معاونت كول زمونږ مېنډېټ دے خو د وګړي په توګه ما ته هم د رائے د اظهار آزادي ترلاسه ده۔ په دې موقع دستورې ته د وېنا په مهال د اېن ډي اېم اے چيئرمېن ليفټيننټ جنرال انعام حېدر ملك ووئيل د اګست په 22مه نيټه د چيئرلفټ پېښې په اپرېشن كښې د برخه اخستونكو اېس اېس جي كمانډوز پشمول د نورو ادارو او ځائي كسانو كاركردګي د ستائنې وړ وه، ټولو ادارو په كوټلي ډول اپرېشن په كاميابۍ سره بشپړ كړې، اېن ډي اېم اے د ناڅاپي افتونو او پېښو مخنيوي لپاره اقدامات كوي۔ په دې موقع لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ د بټګرام چيئرلفټ په اپرېشن كښې برخه اخستونكو د اېس اېس جي كمانډوز پشمول د نورو ادارو اهلكارو او ځائي كسانو ته تعريفي سندونه وركړل۔
د پېچلي رېسكيو اپرېشن كاميابۍ لپاره په زړه پورې لائحه تياروٶنكو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ٬ هېواد په محفوظ لاسونو كښې دې۔ د لنډمهاله وزيراعظم د بټګرام چيئرلفټ په رېسکيو اپرېشن كښې د برخې اخستونكو په درناوي كښې دستورې ته وېنا
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے