اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د رومانيه او مصر سفيرانو جلا جلا ملاقاتونه كړي۔ د زيارت په ورځ د كورنيو چارو وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې دوه اړخيزه اړيكو ودې او افغانستان پشمول په نورو سيمه ايزو چارو د خيالاتو څرګندونه كړې۔ رومانيه او مصر سره په دوه اړخيزه سېلګرۍ او د تجارت زياتوالي په اړه په بېلو تجويزونو هم د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع سفير په خبرو كښې ووئيل چې د پاكستان په افغانستان كښې د پائيدار امن لپاره هڅو ته د قدر په سترګه ګورو٬د پاكستان افغان وګړو په بشري بنيادونو مرسته د ستائنې وړ ده۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد ووئيل چې په منطقه كښې پائيدار امن د نړۍ په ګټه دے۔ ده ووئيل چې د افغانستان په اړه په پاكستان كښې د اوسنۍ او آئي سي خارجه وزيرانو عېر معمولي كنفرنس به ښه نتيجې رامخې ته كړي٬افغان حكومت د وګړو خيال ساتلو لپاره وسيلي نه لري٬ د انساني قحط څخه بچ كولو لپاره نړۍ له د افغان وګړو سمدسستي مرسته كول پكار دي۔ د رومانيه سفير نكولائے ګوئيه ووئيل چې پاكستان امن لپاره لازوال ځاني او مالي قربانۍ وركړې دي٬په پاكستان كښې د معاشي او بشري پرمختګ څخه ډېر متاثر يم۔ مصري سفير ډاكټر طارق داهروګ وئېلي دي چې د پاكستان او مصر ترمينځه د ورورولۍ پخوانۍ اړيكې موجود دي٬د پاكستان او مصر ترمينځه د سېلګرۍ ودې لپاره اقدامات كوو
د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد سره د رومانيه او مصر سفيرانو جلا جلا ملاقاتونه
مضمون کا ماخذ : جنگل کا بادشاہ