جمرود 24 فروري (اے پي پي) د احساس پروګرام چيئرپرسن سېنېټر ډاکټر ثانيه نشتر په جمرود كښې د احساس ون ونډو سنټر پرانسته كړې۔ په دې موقع ثانيه نشتر په جمرود كښې د سنټر د بېلا بېلو برخو څارنه وكړه او هلته موجود عملې څخه ئې د سهولتونو په اړه معلومات ترلاسه كړل۔ په دې موقع ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل د احساس ون ونډو سهولت له مخې به اهل كسان په يوه ودانۍ كښې رجسټرېشن او پېمنټ ترلاسه كولې شي٬ مونږ ھڅه كوٶ چې د پاكستان په ټولو ضلعو كښې ون ونډو سنټرز پرانستې شي۔ ډاکټر ثانيه نشتر ووئيل درې اوونۍ وشوې چې احساس راشن پروګرام پېل شوے٬ اهل كورنيو ته د اېس اېم اېس د لارې اطلاع وركړې كېږي۔ دې ووئيل هغه ټول كسان چې ځان د احساس راشن پروګرام اهل ګڼي ھغوي ته خواست كوٶ چې ځان رجسټرډ كړي او ميډيا ته هم خواست كوٶ چې په دې لړ كښې په اولس كښې شعور راپېدا كړي دغسې چې زيات كسان د احساس كفالت٬ احساس راشن او تعليمي وظيفو څخه مستفيد شي
د احساس پروګرام چيئرپرسن ډاکټر ثانيه نشتر په جمرود كښې د احساس ون ونډو سنټر پرانسته وكړه
مضمون کا ماخذ : گولڈ رش