اسلام آباد 18 جون (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كهر وئيلي دي چې تېره ورځ د المان په برلن ښار كښې د اېف اے ټي اېف د جاج اخستنې غونډې پاې ته رسېدلې. په دې موقع د اېف اے ټي اېف دانټرنېشنل كوآپرېشن ريوو ګروپ د پاكستان د كال 2018 او كال 2021م د اېكشن پلان په اړه د تجويزونو جاج واخستل شو. د خالي په ورځ مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كهر ووئيل چې د كال 2018م د اېكشن پلان په اړه اېف اے ټي اېف ته د لېږل شوي رپورټ جاج واخستل شو او اېف اے ټي اېف په متفقه توګه ومنله چې پاكستان په ټول اېكشن آئټمز عمل كړے. هغې ووئيل چې د كال 2021م اېكشن پلان زياتره د مني لانډرنګ ستونزو په اړه و، په دې پاكستان درې پراګرېس رپورټس جمع كړي دي. زه په دې خوشحاله يم چې پاكستان د اېكشن پلان ټول اووه واړه پوائنټس د وخت نه يو كال وړاندې ترسره كړي دي. حنا رباني كهر ووئيل چې د اېف اے ټي اېف ټولو غړو د پاكستان بشپړه ستائنه كړې ده. اېف اے ټي اېف منلې ده چې پاكستان دواړه اېكشن پلان مكمل كړي دي. د دې پياوړې كاميابې نه پس اېف اے ټي اېف پاكستان ته د تكنيكي ډلې د دورې منظوري وركړه. اېف اے ټي اېف وئيلي دي چې پاكستان د ګرے لسټ نه وتلو لپاره په يو قدم دے. حنا رباني كهر ووئيل چې د فيټف لخوا د دې ښه خبر نه پس به زمونږ په معيشت اعتماد بحال شي او په هېواد كښې به د سرمايه كارې ماحول هم ښه شي. هغې ووئيل چې ټول هېواد، بېلا بېلو وزارتونو، څانګو او د اېجنسو پشمول حكومت په ټولو څانګو كښې د غوره كاركردګۍ څرګندونه كړې ده. هغې ووئيل چې د نړيوالو شراكتدار او دوستانو د مرستې مننه كوو كومو چې په دې ټول عمل كښې زمونږ بشپړه مرسته كړې. هغې ووئيل چې مونږ به د اېف اے ټي اېف د تكنيكي ډلې د پاكستان دورې لپاره تيار يو او پاكستان به ډېر زر د ګرے لسټ نه ووځي.
فيټف د پاكستان اقدامات په متفقه توګه منلو سره د پاكستان د هڅو ستائنه كړې ده. د بهرنيو چارو وزير مملكت حنا رباني كهر
مضمون کا ماخذ : ایزٹیک گولڈ