د آئي ټي نګران وفاقي وزير ډاكټر عمر سېف په مشرۍ كښې د سائبر سېكورټي په اړه غونډه


اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د آئي ټي نګران وفاقي وزير ډاكټر عمر سېف په مشرۍ كښې د سائبر سېكورټي پحقله غونډه شوې۔ په غونډه كښې د سائبر سکيورټي او د پاکستان نيشنل کمپيوټر اېمرجنسي ريسپانس ټيم (سرټ) په چارو تفصيلي خبرې وشوې۔ ډاكټر عمر سېف ووئيل نېشنل کمپيوټر اېمرجنسي ريسپانس ټيم فعاله كولو پحقله كار په بيړه روان دے٬ د سائبر زياتو شوو بريدونو خطر له مخې به نېشنل کمپيوټر ايمرجنسي ريسپانس ټيم د پاکستان سائبر سپېس د نګرانۍ او تحفظ ذمه وار وي٬ سائبر سكيورټي اتهارټي به ډېره زر جوړه كړې شي۔ په غونډه كښې د آئي ټي وزارت اېډيشنل سېكرټري عائشه حميرا مورياني، د آئي ټي غړي سيد جنېد امام او د نېشنل انفارميشن ټيکنالوجي بورډ سي اي او بابر مجيد بھټي ګډون كولو۔