اسلام آباد۔25دسمبر(اے پی پی) پاكستاني قام د قائد ??عظ?? محمد علي جناح 148 مه د زېږېدنې ورځ وطن سره د بشپړه مينې ج??بې سره ولمانځله۔ د ورځې پېل د ګرد هېواد په جوماتونو كښې د پاكستان پرمختګ ٬ سوكالۍ او يووالي له خصوصي دعاګانو سره وشو٬ په سركاري او نجي ودانيو قامي بېرغ ورپو??ې شو۔ په كراچۍ كښې په مزار قائد د پاكستان مؤسس قائد ??عظ?? ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو له د ګارډز بدلون پروقاره دستوره وشوه۔ په ګرد هېواد كښې خصوصي دستورې وشوې په كومو كښې چې سيمينارونه ٬ كنفرنسونه ٬ مباحثې ٬ كلتوري دستورې او نندارتونونه شامل دي۔ په دې موقعه د قائد??عظ?? ستړې او كاميابۍ رامخې ته كړې شوې او پاكستان لپاره د هغه په وژن رڼا واچو??ې شوه۔ په دې مهال د ا??ټ او مضمون ليكلو مقابلو اهتمام هم وكړے شو۔ په ټي وي او راديو خصوصي پروګرامونه نشر كړې شول په كومو كښې چې د پاكستان په تخليق كښې د قائد ??عظ?? مهم كردار په ډاګه كړے شو۔په ورځپاڼو كښې د پاكستان د مؤسس ځانګړي خذمات ذكر كولو سره خصوصي فيچرز هم شائع كړې شول۔ پاکستان نېشنل کونسل آف دی آرټس د شورو په ورځ د قائد ??عظ?? ورځې په موقعه د پېنټنګ او ډرائنګ مقابلو اهتمام وكړو۔ لوک ورثه د قائد ??عظ?? محمد علی جناح 148مې زېږېدنې ورځې م ناسبت سره د دستورو كوربتوب وكړو۔ په كومو كښې چې قائد ??عظ?? ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې شوې۔ دې سره سره د قائد ??عظ?? په خذماتو دستاوېزي فلمونه هم وښود??ې شوو۔ دې څخه وړاندې د نهې په ورځ په انفارمېشن سروس اکېډمی (آئی اېس اے) كښې يو نندارتون وكړے شو په كوم كښې چې د پاكستان د مؤسس ځانګړي عكسونه او پورټرېټ اېښود??ې شوې وو۔ په دغه نندارتون كښې د قائد ??عظ?? په ژوند او كارنامو مشتمل دستاويزي فلم وښود??ې شو۔ بے نظیر انکم سپورټ پروګرام په خپل هېډ كوارټر كښې د كرسمس او قائد ??عظ?? محمد علي جناح سالګرې په موقعه د يوې دستورې اهتمام وكړو۔ دا خبره دې ياده وي چې قائد??عظ?? محمد علی جناح يو نوموړے بېرسټر او سياستمدار ؤ چا چې كال 1913 څخه تر 14 اګست 1947 د پاكستان د آزادۍ تحريك كښې د آل انډيا مسلم ليګ مشري وكړه۔ هغه د پاكستان اولنے ګورنر جنرل ؤ چا چې تر 11 ستمبر 1948 خپل خذمات ترسره كړل۔ هغه نه يوازې د نيمې اوچې مسلمانانو لپاره يو جلا هېواد ترلاسه كړو بلكې په مساواتو، آزادۍ او رواداری د ا??انه لرونكي يو قام بنياد يۍ هم كېښود او نن هم د محمد علي جناح د متحد او سوكالۍ پاكستان وژن هېواد لپاره د لارښودنې كار كوي۔
پاكستاني قام د قائد اعظم محمد علي جناح 148 مه د زېږېدنې ورځ وطن سره د بشپړه مينې جذبې سره ولمانځله
कैसीनो ईमानदार सट्टेबाजी प्रवेश द्वार
مضمون کا ماخذ : کلیوپیٹرا