سیالکوټ۔5 اکتوبر(اے پی پی) د دفاع وزير خواجه آصف وئيلي دي چې د پي ټي آئي ??ارښودو اقتدار څخه په محرومتيا كښې پاك??تا?? سره وفاداري هم شاته پريښودلې ده٬ د پی ټی آئی او عمران خان کمټمنټ پاک??تا?? سره نه ٬ يوازې اقتدار سره دے ٬ پي ټي آئي ??ه كال 2014 ء كښې هم د چينائي صدر د راتللو په مهال دھرنا كړې وه او اوس يو وارې بيا 10 كاله پس هم دغه سازش جوړولو سره د شنګھائي ??رستې تنظيم غونډې سبوتاژ كولو له دا ??ر څه كولې شي٬ وسله والې ډلې راوستلې شي په كومو كښې چې د سوؤنو په شمېر افغان وګړي موجود دي ٬ په كومو كښې چې ځينې نيولې شوي هم دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ سيالكوټ كېنټ كښې په خپله استوګنه يو خبري كنفرنس ته د خطاب كولو په مهال وكړه۔ ده ووئيل د پي ټي آئي ??ه احتجاج كښې د سوؤنو په شمېر افغان وګړي هم راروان دي د كومو شناخت چې به وروستو كولې شي۔ ده ووئيل پي ټي آئي ??و مسلح ګوند دے د كوم مشري چې د صوبې وزيراعلی امين ګڼداپور كوي۔ ده ووئيل افسوس په دې خبره دې چې پي ټي آئي ??و اړخ ته طالبان مسلح كولو سره په پلازمينه بريد كوي او بل اړخ ته هندي خارجه وزير جے شنكر ته په ډي چوك كښې په احتجاج كښې د خطاب كولو بلنه وركوي او دا د دې ګوند هېواد سره د دښمنۍ ښكاره ثبوت دے۔ پي ټي آئي څخه بايد پوښتنه وكړې شي چې داسې بيان يۍ ولې وركړو۔ ده ووئيل دې ګوند په كال 2014ﺀ كښې هم دا ډول يو بريد كړے ؤ او 126 ورځې دھرنا يۍ كړې وه چې ورسره د چين د صدر دوره تر يو كال مؤخر شوه۔ ده ووئيل او يو وارې بيا 10 كاله پس يۍ د اېس سی او غونډې سبوتاژ كولو له احتجاج كوي۔ ده ووئيل اقتدار څخه محرومېدو سره د دوئي ??اك??تا?? سره وفاداري هم ختمه شوه۔ ده زياته كړه چې كه دا خبره ده نو بيا دې نرېندر مودي ته هم په خپله دھرنا كښې د ګډون بلنه وركړي۔ ده ووئيل په وزير??تا?? كښې د لېفټېننټ کرنل پشمول ځوان شهيدان شول خو پي ټي آئي ??له هم دغې شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې نه كړې۔ دغسې تر نن ورځې دوئي د فلسطين په مسئله غږ پورته نه كړو٬ د غزه د مسلمانانو په حق كښې ماته ددوئي ??و بيان وښايۍ۔ ده ووئيل د علی امین ګنډاپور په شمول د پي ټي آئي د كوم هم لارښود لخوا كله هم زمونږ د شهيدانو په حق كښې كوم بيان نه دے راغلے۔ ده ووئيل د پي ټي آئي د پرېشانۍ لوے سبب د هېواد معيشت ښه كېدل دي٬ د هېواد معاشي اشاريې مخ په ښه كېدو دي۔ ددفاع وفاقي وزير ووئيل د پاك??تا?? وزیراعظم شهباز شریف د ملګرو ملتونو په پلېټ فارم د كشمير او فلسطين مسئه په غوره ډول وړاندې كړه٬ د وزيراعظم كاميابې دورې سره پي ټي آئي ته پرېشاني شوې ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي چې څه كوي د هغې به حساب وركول وي ٬ دا د يهودي لابي په ايجنډا كار كوي ٬ ده ته صادق او امين ووئيلے شو٬ تاسو ووايۍ دا ??قب د چا دے؟ عمران خان خپل اوخي سېهونی یه??دی ته صادق او امين ووئيلو كوم چې زمونږ د آقا (ص) لقب دے۔ د پاك پروردګار پناه! د چا چا سره نسبت كولے شي۔ د چا په ضد چې كېسونه دي هغه څخه به حساب اخلؤ۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پي ټي آئي ??اشونه غواړي خو مونږ كله هم دا ??ه غواړؤ۔ له دې كبله زمونږ پوليس مسلح نه دي۔ ده ووئيل عدلیې كه په 10 كاله كښې د قانون تحفظ كړې وې نو نن به مو دا ??رځ نه ليدله۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل پاك??تا?? يو اتومي قوت دے ٬ اسرائيل پاك??تا?? سره ښكر وهلې نه شي ٬ اسرائيل د پي ټي آئي د مؤسس د لارې په مونږ بريد كوي۔ د اسرائيل ايجنډا پي ټي آئي ترسره كوي۔ ده ووئيل پي ټي آئي چې څه غواړي هغه دې وكړي ٬ په اسلام آباد كښې به د دوئي بريد كاميابېدو ته پرېښودلې نه شي
د پي ټي آئي لارښودو اقتدار څخه محرومتيا كښې پاكستان سره وفاداري هم شاته پريښوده: خواجه آصف
फ़ुटोंग इलेक्ट्रॉनिक्स इंटीग्रिटी बेटिंग प्लेटफ़ॉर्म
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعدادوشمار