اسلام آباد 05 اګست (اے پي پي) د صنعت او پيداوار او نيشنل فوډ سکيورټي وفاقي وزير رانا تنوير حسين د کشميريانو سره د يووالي څرګندونه كولو سره وئيلي د 5 اګست 2019 ء د هند غ??ر قانوني او يو اړخيزه اقداماتو 5 كاله پوره كيدو په موقع مونږ د کشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو كښې د د هغوې قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔د ګل په ورځ د وزارت د اړخ?? جاري شوې بيان كښې ده ووئيل د هند د 5 اګست اقدامات د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د ګڼو قراردادونو خلاف ورزي ده چې پكښې وئيلي شوې ؤ چې رياست جموں او کشمير د سب??ؤن حتمي پريكړه به د کشميريانو د خوښې له مخ?? آزاد ، غير جانبدارانه او د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رايو شميرې د لارې كولې شي۔ده ووئيل کشميريان د د هند غ??ر قانوني او غاصبانه تسلط په قربانۍ وركوي،د هند غ??ر قانوني تسلط جموں او کشمير كښې ناوړه کارروائيو سره د ملګرو ملتونو قراردادونو او نړيوال قوانين خلاف ورزي کوي كوم سره چې سوئيلي اسياﺀ او سيمې امن ته خطر دے۔ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل قراردادونو او کشميري اولس د خواهشات له مخ?? د جموں او کشمير شخړې حل د سيمې امن و استحکام باوري كولو يواځنې لاره ده۔ وفاقي وزير رانا تنوير حسين ووئيل مونږ د مقبوضه کشمير ټولو شهيدانو ته د هغوې په قربانو او د هغوې د كورنيو عزم او حوصلے ته پيرزوئنې وړاندې كولو له به پاکستان د خپلو وروڼو خوياندو غږ جوړيږي او د هغوې جائز حقونو تر ترلاسه كولو له به هر ممکن مرسته كوي
د کشميريانو د خپلواكۍ حق منصفانه هلو ځلو كښې د هغوې قربانيو ته پيرزوئنې وړاندې كوو۔رانا تنوير حسين
स्मर्फ्स इंटीग्रिटी बेटिंग एंट्रेंस
مضمون کا ماخذ : پاکستان کی مشہور لاٹری