اسلام آباد 17 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي شهباز شريف او حمزه شهباز د اومني ګروپ اکائونټ ډائريکټ آپريټ کړے ، يواځې يوې فيکټرۍ 16 اربه روپۍ مني لانډرنګ کړے ، ميډيا دې پخپله د هغه په ضد د مقدمو جاج واخلي او اولس دې د حقائق څخه خبر كړي ، وزيراعظم عمران خان د خواجه آصف په ضد خپله مقدمه كښې د ګواه په حيث وړاندې شوے ، 2012ء كښې خواجه آصف د شوکت خانم هسپتال په چيريټي تورونه لګولې وؤ، عمر له خواجه آصف دروغجن ثابت شوے، هغه په ژوند كښې كله رښتيا نه دې وئيلي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ ميډيا سره په خپلو خبرو كښې وكړه ۔په دې موقع د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد، وزير مملکت فرخ حبيب او وزيراعظم خاص مرستيال شهباز ګل هم موجود وو۔ وفاقي وزير ووئيل وزيراعظم عمران د خان ګواه په حيث د خواجه آصف په ضد په خپله مقدمه كښې وړاندې شوے ۔ د قانون وزارت په اسلام آباد كښې چې كوم نوے نظام جوړ كړے د هغې ترمخه ګواهان د ويډيو کنفرنس د لارې خپلو مقدمو كښې وړاندې كيدے شي،د دې په عملي توګه څرګندونه شوې۔ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل خواجه آصف په 2012ء كښې تور لګولے ؤ چې شوکت خانم كښې د چيريټي روپۍ ناسمه كارولې شوي، د 2012ء د مقدمې تر اوسه پريكړه نه ده شوې۔ده ووئيل شوکت خانم 70 اربه روپۍ هر كال په غريبانانو خرڅ كوي،دا ډول تورونه چې ولګولے شي نو په پاکستان كښې به د چيريټي کار څوك كوي ؟ وفاقي وزير ووئيل هيله لرو چې د دې كيس به ډير زر پريكړه وكړې شي او لكه د ټول عمر به خواجه آصف دروغجن ثابت شي، ده ووئېل هغه په خپل ژوند كښې چرته رښتيا نه دې وئيلي ۔ د اطلاعات وزير ووئيل د پنجاب کمېټۍ په غونډه كښې د خانيوال اليکشن په اړه بحث شوے ، وزيراعظم د خانيوال په اليکشن د عدم اعتماد څرګندونه كړې۔ده ووئيل د اليکشن نه بايد خرابۍ لري كړې شي۔ د خانيوال اليکشن كښې د روپو او هارس ټريډنګ خبرې رامخې ته شوې كومې چې د افسوس وړ دي ۔ده ووئيل اليکشن کمېشن بايد په دې اړه ګامونه پورته كړې دغسې چې د هارس ټريډنګ خاتمه وكړې شي۔ده ووئيل د پنجاب کمېټۍ غونډه كښې په بلدياتي ټاكنو هم تفصيلي خبرې شوي ۔ پنجاب كښې ډسټرکټ ميئرز لپاره د كانديدانو فائنل کولو په اړه د اعليٰ پائې کمېټي جوړه شوې كومه به چې هره جمعه غونډه كوي۔ د غونډې سپوکس پرسنز په اړه وفاقي وزير ووئيل د توان وفاقي وزير حماد اطهر د ګاز په معامله غونډې له بريفنګ وركړے۔ ده ووئيل سوئي ناردرن ګيس کمپني 2300 انډسټريل يونټس كښې 1800 انډسټريل يونټس له د ګاز سپلائي روانه ساتلې۔ ده ووئيل کيپټو پلانټس له د ګاز وركولو مطلب دا دے چې ځائې صارفينو لپاره ګاز په بشپړه ډول بند كړے شوے۔ چوهدري فواد حسېن ووئيل د توان وزارت موقف دے چې کيپټو پاور پلانټس غير فعاله دے ، نوره سبسډي وركول سمه نه ده ځكه چې دا پلانټس ګاز څخه برېښنا جوړوي۔ ده ووئيل کراچۍ كښې د ګاز مسئله زياته ده ، کراچۍ كښې 50 ټاپ ايکسپورټرز له ګاز وركړے كېږي ، کراچۍ كښې د ډوميسټك نيټ ورك په وجه مسئله زياته ده۔ده ووئيل پاکستان كښې د ګاز پانګو كښې تير كال 9 فيصده کمے راغلے او سږ كال بيا 9 فيصده کم شوېے۔ مونږ د خپل کيرج صلاحيت له مخې ګاز راغوښتلے ۔ د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن ووئيل د كورنيو چارو او احتساب صلاحكار شهزاد اکبر د شهباز شريف په معامله غونډه كښې تفصيلي بريفنګ وركړے ، د شهباز شريف او حمزه شهباز په ضد مني لانډرنګ کيسونه د يو كال راهسې رامخې ته شوي وؤ ۔ شهباز شريف او حمزه شهباز د اومني ګروپ اکاﺅنټس د زرداري ګروپ په شان آپريټ کړي ، زرداري ګروپ دا اکاﺅنټ ډائريکټ نه ؤ آپريټ كړے خو شهباز شريف او حمزه شهباز ډائريکټ آپريټ کړے۔ده ووئيل د 18 وګړو 17 زره ټرانزيکشنز چيك كړې شوي ، 16 اربه روپۍ يواځې د يوې فيکټرۍ شهباز شريف اينډ فيملي مني لانډرنګ کړے۔ده ووئيل شهباز شريف کيس كښې دا ټپ آف دي آئس برګ دے ۔ ده ووئيل ميډيا دې پخپله د شهباز شريف او حمزه شيباز شريف د کيسز موازنه وكړي او حقائق دې اولس ته په ډاګه كړې۔ده ووئيل كه د ورځې په بنياد سماعت وشو نو د نواز شريف نه پس شهباز شريف هم د سزا څخه نه شي بچ كيدے ، يواځې يو چانس لري چې سماعت نه وي كوم لپاره چې هغوي په زړه پورې هڅې كوي
شهباز شريف او حمزه شهباز د اومني ګروپ اکاؤنټ ډائريکټ آپريټ کړے، يواځې يوې فيکټرۍ 16 اربه مني لانډرنګ کړے ، خواجه آصف چرته رښتيا نه دې وئيلي ، شوکت خانم هسپتال په چيريټي هغه بې بنسټه تورونه لګولي ، چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : sorteos da loteria