اسلا?? آباد۔28اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پرویز اشرف په غزه د ??سر??ئیلي ځواکونو ځمکني، سمندري او هوايي بریدونو په كلكه غندنه او له فلسطیني ولس سره ?? بشپړ پیوستون څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په غزه کښې د خوراکي توکو کمښت او په روغتونونو کښې د تیلو کمښت یو جدي بشري ستونزه رامنځته کړې ده۔ ده د بشري حقونو په نړيوالو ادارو زور راوړے چې هغوي دې په غزه کښې د انساني ژوند د بچ كولو اقدامات وكړي۔ د خالي په ورځ د قومي اسمبلۍ سېکرټرېټ لخوا په جاري شوي بيان کښې د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل چې د ??سر??ي??لو جارحانه جنګي اعمال د فلسطينيانو نسل ختمول دي٬ په غزه کښې بشپړ بلېك آؤټ او ټوله شپه د ??سر??ي??لو سخته بمباري د زغم وړ نه ده، ??سر??ئ??لو غزه مقبره ??وړه كړې ده۔ ده ووئيل په غزه کښې د خوراکي توکو کمښت او په روغتونونو کښې د تیلو کمښت یو جدي بشري ستونزه رامنځته کړې ده۔ ده ووئيل ??سر??ئیل په پرله پسې ډول له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه کوی او د جنګی جرمونو مرتكب كېږي۔ ده ووئيل د بشري حقونو نړيوالې ادارې دې په غزه کښې د انساني ژوند د بچ كولو اقدامات وكړي۔ سپيكر د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په غونډه كښې په غزه كښې روانې جنګ بندۍ سره ?? اړوند قرارداد منظوري خوشبينه ګرځولو سره ووئيل ملګري ملتونه بايد په دې قرارداد فوري عملدرآمد وكړي۔ سپیکر ووئيل د فلسطيني اولس دړد غم پاكستانې اولس شدت سره محسوسوي۔ ده په غزه كښې د شهيد شويو وګړو غمجنيو كورنيو سره ?? خواخوږۍ او يو والي څرګندونه وكړه۔ سپيكر په فلسطين كښې د ??سر??ئيلي ځواكونو د بمبارۍ په نتيجه كښې د شهيد شويو وګړو لوړو درجو او غمجنيو كورنيو له د صبر او زغم دعا هم وكړه۔
د سپيكر پرويز اشرف د اسرائیلي ځواکونو په غزه د ځمکني، سمندري او هوايي بریدونو كلكه غندنه
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا وفاقی