اسلام آباد 21فروری (اے پی پی)سعودي عرب كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)كښې د پاكستان مستقل مشن د هند په غېر قانوني توګه مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ رامخې ته كولو لپاره يوه خاص دستوره او د عكسونو نندارتون اهتمام وكړو۔په دې موقع د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)سېكرټري جنرل د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔اسسټنټ سېكرټري او جمو كشمير لپاره خاص استازي يوسف الديعي هم موجود ؤ ۔د دستورې په مهال ګډون كوونكو ته په منطقه كښې رامخې ته شوې د بشري تباهۍ شدت په اړه خبر كړو۔په مقررينو كښې د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طلحه٬د جمو كشمير سېكرټري جنرل خاص استازي يوسف الدوبي٬په جده كښې د پاكستان قونصل جنرل جده خالد مجيد٬په او آئي سي كښې د پاكستان مستقل استازې فواد شېر او د كشميركمېټۍ چيئرمېن مسعود پوري شامل وو۔د او آئي سي سېكرټري جنرل په خپل خطاب كښې د مقبوضه جمو كشمير مسئلې پرامن حل لټون كولو په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل د اسلام آباد دورې په مهال د لائن آف كنټرول دورې كولو موقع ترلاسه شوې۔سېكرټري جنرل په ټولو ډلو زور راوړو چې هغوي دې په ګډه كار وكړي دغسې چې د پخوانۍ مسئلو پرامن حل ولټولې شي۔قونصل جنرل خالد مجيد په سيمه ايز او نړيوالو مسئلو موثره طريقې سره ځواب وركولو لپاره د او آئي سي لخوا د پيشګي كردار ادا كولو اهميت رامخې ته كړو۔ده د ادارې قوي كولو په ضرورت زور راوړو دغسې چې اسلامي هېوادونو ته رامخې ته شوې شخړې او مسئلو حل له موثر كردار ادا كړے شي۔
او آئي سي كښې د پاكستان مستقل مشن مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ رامخې ته كولو لپاره په سعودي عرب كښې دستوره
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے اعداد و شمار