اسلام آباد ۔ 28 مئی (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف څوك چې دا وخت د زړه د عملياتو په لړ كښې د برطانيې سرښار لندن كښې دے د حكومتي چارو بشپره نګراني كوي۔ د وزيراعظم پرنسپل سېكتر ٬ ملټري سېكتر او نوره عمله د هېواد چارې روانې ساتلو له ده سره بشپړه مرسته كوي۔ د وزيراعظم دفتر ميډيا څانګې لخوا د خالي په ورځ جاري كړې شوي بيان كښې وئيلي شوي چې لندن كښې وزيراعظم د هېواد چارو څخه خبر ساتلے شي او اړوندو څانګو ته د ده هدايات رسولې شي۔ بيان كښې وئيلي شوي چې وزیراعظم وفاقی وزيرانو ٬ د كابينې غړو او نورو اړوند كسانو سره پرله پسې تماس نيسي۔ او دا خبره ډېره مهمه ده چې د رياست چارو پايې ته رسولو كښې كوم تاخير يا ځنډوالې نشته۔
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق