اسلام آباد 25ستمبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار به د اكتوبر د 7مې نه تر 9مې نېټې په واشګټن كښې د د نړيوال بانك او نړيوال مالياتي فنډ كلنه غونډه د پاكستان د پلاوي مشري كوي۔ په دې موقع به د خزانې وزير سركاري بيان هم وركوي چې پكښې به ھغه د ډاكټر جم ينګ كم د نړيوال بانك ګروپ صدر و د نړيوال مالياتي فنډ كاميابو ٬د نړيوال معاشي ماحول ٬د پاكستاني معيشت ٬د غربت خاتمې٬ د ډيزاسټرمېنجمنټ په مېنسټريمنګ رڼا اچوي۔ اسحق ډار به نړيوالو ادارو ته وائي چې پاكستان كښې غربت معلومولو له نوې پېمانه اختيار كړې شوې چې له مخې ئې 2002 كښې د غربت شرح 64.3 فيصده وه و كال 2014 كښې دا شرح كمېدو سره 29.5 فيصد شوې۔
مضمون کا ماخذ : سامراا سپلٹ